.jpg)
وسله والو طالبانو تېره شپه (چهارشنبې) د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ او د ولسوالۍ پر ودانیو برید کړی دی.
سیمه ییز چارواکي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو برید په شا تمبولی دی.
د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي سلام وطندار سره په مرکه کې د تیلیفون پر کرښه وویل، چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې شپې پر ۹ بجو د دې ولسوالۍ له لویدیځ لوري پر ولسوالۍ برید پيل کړ.
دی وايي، چې امنیتي ځواکونو طالبان په شا کړل.
.jpg)
معصومي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته له یونیم ساعت وروسته پای ته ورسېده او طالبان یې شاتګ ته اړ ویستل.
د خواجه سبزپوش ولسوال وايي، چې په دې نښته کې امنیتي ځواکونو ته ځاني تلفات نه دي رسېدلي، خو د امنیې قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانیو ته زیان رسېدلی دی.
دی همداراز وايي، چې په دې نښته کې درې طالبان ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د فاریاب ولایت وسله والو طالبانو ویلي دي، چې دوی پر خواجه سبزپوش ولسوالۍ برید کړی دی.
خو وسله والو طالبانو امنیتي ځواکونو ته در مرګ ژوبلې اړولو په اړه څه نه دي ویلي.





