ننګرهار کې ۵ وسله وژل شوي، ۲ پولیس ټپيان شوي

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ تريلي سيمه کې د يوې نښتې پرمهال ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو مخالفینو نن سهار وختي شاوخوا درې بجې د کوټ ولسوالۍ د تريلي په پوسته وسله وال بريد کړی دی، چې له برید سره سملاسي نښته رامنځته شوه.

ورځپاڼه کې لیکل شوي، چې دې نښتې ته د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب په مشرۍ د بټي کوټ امنيتي موظفين هم د کوټ تريلي پوستې ته د مرستې لپاره ور ورسيدل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې د تريلي پوستې ۴ تنه سيمه ييز  پوليس برسيرن ټپيان شوي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې نښته کې د وسله والو مخالفينو نه یو سراچه موټر او ګڼې درنې او سپکې وسلې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام