د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله دوه زره کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.
د کندوز په دې ولسوالي کې له يوې میاشتې راهیسې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي چې خلکو د جګړې له ښکېلو غاړو شکایتونه کړي دي.
عبدالواحد، نورالدین او سارا د زیانمن شويو کسانو له ډلې څخه دي، چې وايي وسله وال مخالفین دوی د سپر په توګه کاروي او جګړه د دوی کورته ور وړي.
دغه خلک وايي چې دوی په جګړه کې سخت زیانمن شوي دي، چې شدیدو مرستو ته اړتیا لري.
د کندوز سیمه ییز چارواکي هم مني چې په امام صاحب ولسوالۍ کې زرګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.
د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال امان الدین قریشي وايي چې له جنګ ځپلو سیمو نه زرګونه کورنۍ د ولسوالۍ مرکز او کندوز ښار ته تللې دي.
هغه وايي چې له جنګ ځپلو سره تر اوسه پورې هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.
د کندوز د کډوالو او دعوت رییس سید عبدالسلام هاشمي وايي چې دوی هڅه کوي چې لومړنۍ مرستې ورته ورسوي.
په امام صاحب کې وروسته له هغه افغان امنیتي ځواکونو خپل عملیات پیل کړل چې طالبانو د محلي پولیسو یو مرکز تر برید لاندې ونیو





