روسیه: د امریکا له کبله افغانستان سره اړیکې نه خرابوو

په افغانستان کې د روسیې سفیرالکساندرمانتیسکي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، هېڅکله نه غواړي، چې د افغانستان په شان دوست هېواد سره د امریکا پر سر اړیکې خرابې کړي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، داسې ښکاري، چې روسیه د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره، چې د امریکا له ملاتړه برخمن دی، مرستې بندې کړي.

خو نن چهارشنبه (فبروري ۲۴مه) په عملي توګه د روسیې هېواد د ۱۰ زرو کلاشینکوفونو مرسته کابل ته راورسېدله او د روسیې سفیر په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د دوی مرستې به دوام ولري.

ده همدا راز وویل، چې مخکې هم د روسیې او افغانستان د اړیکو د خرابوالي په اړه راپورونه خپاره شوي وو، چې د ځېنو مخالفتونو په اړه د روسیې او امریکا اړیکې به افغانستان اغېزمن کړي، خو ده زیاته کړه، چې د دوی اړیکې به پر افغانستان هېڅ ډول بد تاثیر و نه کړي.

مانتیسکي ټینګار وکړو، چې دوی له افغانستان سره د یو پياوړي پوځ په جوړولو کې مرسته کوي او دا مرستې به یې اوږدمهاله وي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر زیاتوي، چې د افغانستان د پرمختګ او پراختیا په برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو دي او هڅه کوي، چې په فرهنګي او بشردوستي برخو کې هم مرسته وکړي.

د روسیې سفیر وویل: "موږ د افغانانو ملاتړ کوو."

روسیې په تېر کې هم په پوځي برخه کې افغان ځواکونو ته ځانګړي بورسونه رالېږلي او په روان کال کې په پام کې لري، چې شاوخوا ۱۷۲ تنو ته په روسیه کې په ملکي برخه کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

 

خو په دې ورستيو کې د روسي او امریکايي چارواکو د څرګندونو په اړه په وار وار سره تحلیل ګرانو او سیاسي ډلو او د پارلمان ځېنو وکیلانو ویلي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو ته په کار دي، د امریکا او روسیې دواړو هېوادونو د ساتلو له پاره پر یو داسې دویم میکانېزم فکر وکړي، چې نه امریکا له افغانستان سره خپلې همکارۍ او اړیکې پرې کړي او نه روسیې ته د دې ځای پيدا شي، چې له افغانستان سره د مرستو د پرېکون له پاره امریکا پلمه جوړه کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام