میدان وردګ: وسله والو د کابل ـ بامیانو له لويې لارې ۲۵ مسافر تښتولي

د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وایي، چې وسله والو مخالفانو د تیرو دوو ورځو راهیسې د کابل ـ بامیانو له لويې لارې ۲۵ مسافر تښتولي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل سلام وطندار ته وویل، چې دغه مسافر د کابل ـ بامیانو له لويې لارې نه د جلرېز ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له موټر ښکته کړل شوي او نامعلوم ځای ته وړل شوي دي.

منګل زیاتوي، چې په ورته وخت کې بېګاه شپه ناوخته هم له بهسودو ولسوالۍ څخه دوه تنه کوچیان نامعلومو وسله والو تښتولي دي.

هغه وایي، له تښتول شویو کسانو یوازې پنځه کسان د قومي مشرانو او د ولایتي ادارې په هلو ځلو خوشې شوي دي.

د میدان وردګو ځای اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د کابل ـ بامیانو او کابل – کندهار پر لویو لارو وسله والو کسانو لسګونه ملکي وګړي تښتولي دي؛ خو امنیتي چارواکیو تر اوسه د دغو لارو د امنیت په ټينګښت کې هېڅ هم نه دي کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام