صدیقي: د افغانستان هيڅ برخه به سقوط ونه کړي

د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې هېواد ملي امنیتي ځواکونه د وسله والو مخالفینو او  ترهګرو په پرتله د کېفیت، کمیت، امکاناتو او ظرفیتونو له اړخه غښتلي او لوړ دي.

د ياد وزارت ویاند صديق صديقي نن د ( اپریل په ۲۹مه)  د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، په هېواد کې د وروستيو ناامنیو په اړه په جوړه شوې ګډې خبري ناسته کې وکړې.

صدیقي په ټیکار سره وویل، د ترهګرو په پرتله امنیتي ځواکونه د تجهیز او تکتیک له اړخه پیاوړي دي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان یوه کوچنۍ برخې ته سقوط ورکړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند مرستیال دولت وزیري وویل، چې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو او ترهګرو د له منځه وړلو له پاره ۲۱ نظامي عملیات پیل کړي دي.

وزیري زیاته کړه، د بدر په نوم لوی عملیات په  زابل او غزني کې پیل کړي دي، چې په دې عملیاتو کې ملي اردو دښمن ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دی وايي، چې د بدر عملیات د ثور په ۲ پېل شوې او په دې عملیاتو کې ۷۷ طالبان وژل شوي ۶۲ تنه ټپیان او ۳ تنه یې اسیران شوي دي.

د بدر په عملیاتو کې ۴۷ کړۍ ماینونه د ملي اردو له لوري له منځه وړي شوي او یو زیات شمېر نا چاوده توکې يې هم لاسته ورغلي دي.

دولت وزیري د کندوز ولایت د امنیتي حالت په اړه وویل، کومې اندېښنې، چې د کندوز د سقوط په اړه په  رسنیو کې خپرې شوې دي رد کړې او زیاته یې کړه، چې ملي اردو سرتېري د جګړې په ډګر کې پر دښمن بر لاسي دي.

وزیري وايي، چې د جګړې په ډګر کې له ولسي وګړو نه د ډال (سپر) په توګه کار اخلي او ځمکني ماینونه د ملي اردو د سرتېرو په وړاندې پراته خنډونه دي.

د ملي دفاع د ویاند مرستیال وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ طالبان وژل شوي ۴۱ ټپیان او ۱۰ تنه اسیران شوي دي.

امنیتي سرچینې په شمالي ولایتونو کې د نا امنیو لامل په اړه وايي، ترهګر تلاش کوي چې په شمال کې اوږد مهاله پټن ځایونه ولري او ولسي خلک له حکومت څخه ناراضه کړي.

سرچینې زیاتوي، چې په پاکستان کې د ترهګرو په خلاف له جګړې نه یو شمېر وسله وال د هېواد شمالي ولایتونو ته راغلي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام