غوڅ ماموریت په هلمند کې ۸ سرحدي پولیس وژلي او ۱۶ یې ټپيان کړي

سلام وطندار ته یو سرحدي پولیس د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې تېره شپه ۱۱ بجې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په «لوی باغ» سیمه کې د غوڅ ملاتړ هوايي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو پر ځای پر افغان سرحدي پولیسو هوايي برید کړی‌دی.

د دې سرچینې پر وینا، دې برید کې ۸ سرحدي پولیس وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.

د ده په خبره، سرحدي پولیس په شخصي جامو کې و.

د هلمند ولایت د مقام ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته د پېښې پخلی کوي؛ خو وايي، چې ۲ سرحدي پولیس د غوڅ ملاتړ ځواکونو له‌خوا د طالبانو سره په نښته کې وژل شوي او ۴ ټپيان شوي‌دي. ځواک دا پېښه هوایي بریدونه نه، بلکې له وسله‌والو طالبانو سره مخامخ جګړه بولي.

ځواک زیاتوي، چې په‌دې نښته کې ۱۵ طالبان هم وژل شوي او ګڼ شمېر ټپيان دي.

د سرحدي پولیسو یوه بله امنیتي سرچینه د نوم نه خپرولو په شرط وايي، چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو مخامخ جګړه نه‌ده کړې، بلکې هوايي برید یې کړی، چې په پایله کې یې ۱۰ سرحدي ځواکونه وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي‌دي.

دا په هلمند کې د غوڅ ماموریت د ځواکونو له لوري پر افغان امنیتي ځواکونو لومړی هوايي برید دی، چې په‌دې شمېر تلفات اړوي.

د غوڅ ماموریت ځواکونو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

هلمند ولایت ته د روان کال د غوايي میاشتې په لومړۍ لسیزه کې شاوخوا ۳۰۰ امریکايي سمندري ځواکونه راغلي، چې دا د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ماموریت له ختمېدو وروسته لومړی ځل دی، چې یو ځل بیا د امریکا سمندري ځواکونه افغانستان ته لېږل کېږي.

ویل شوي وو، چې دا شاوخوا ۳۰۰ امریکايي سمندري ځواکونه به، چې د ناټو د روزونکي ماموریت برخه ګڼل کېږي، په هلمند کې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې دنده په غاړه ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام