د دوستم وروستۍ څرګندونې د نظام له پاره ګواښ دی، که نه؟

 د نيویارک ټایمز ورځپاڼې د باور له مخې، د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دولت ته ګواښ کړی، که یې د درناوي ترڅنګ د پلویانو حقونه تر پښو لاندې شي؛ نو په افغانستان کې به ډول ـ ډول ګډوډي رامنځته کړي.

د چارو شنونکي هم د ښاغلي دوستم وروستۍ څرګندونې د حکومت له پاره کوم ګواښ نه بولي؛ خو خپله د جنرال دوستم ځېنې پلاویان له خوا د یو ګواښ په سترګه کوري.

تېره اونی دولسمشرلومړې مرستیال جنرال دوستم، پر ولسمشر او اجرایوي رییس توندې نیوکې کړې وې او په قومپالنه او تعصب یې تورن کړی و.

د چارو څېړونکې محب الله شریف وایې، جنرال عبدالرشيد دوستم د افغانستان په دولت کې دويم مقام دی او د ده له مقام سره نه ښیې چې داسې څرګندونې وکړي. د ده پر وینا، دا د شرم خبره ده، ځکه د دوستم څرګندونې په ډاګه کوي، چې افغان سیاستوال او مشران سیاسي پوهه نه لري او په دې نه پوهېږي، چې څه وخت او چېرته او څه ووایي.

د ښاغلی شریف پر وینا، دا ډول خبرې د ملي ګتو پر خلاف دي ، ځکه اوس د دې وخت نه دی چې د دوستم په شان چارواکي دې د نظام د چپه کولو ګواښ وکړي.

شریف زیاتوي، اوس نویمه لسیزه نه ده، نړیواله ټولنه د افغانستان په مسایلو کې شریکه ده، او دوستم دا زور نه لري، چې حکومت چپه کړي.

د چارو بل څېړونکی جاوېد غفور هم په دې باور دی، چې د دوستم څرګندونې ګواښ هم نه شو بللی؛ خو هغه غواړي په دې ګواښونو سره عامه ذهنیت ګډوډ او پر ولسمشر فشار راوړي، چې ډېر امتیازات ترلاسه کړي.

خو په همدې حال کې د چارو بل څېړونکې سردار محمد رحمان اُغلي بیا وایي، چې جنرال دوستم د خلکو تر فشار لاندې دی او ولسمشر باید دا ستونزه حل کړي او پرې نه ږدي، چې ۱۵ کلنې لاس ته راوړنې تر خاورو لاندې شي.

ښاغلي اغلي زیاتوي، په حکومت کې باید د جنرال ګډون ثابت وي، د ده پر وینا، اوس حاکمیت داسې وېشل شوی، چې د دوی برخه په کې کمه ده.

تر دې وړاندې د ولسمشر د دیم مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د څرګندونو په غبرګون کې د ولسمشری مانې په خبرپاڼه کې ویل شوی وو، چې عدلي او قضایې بنسټونو دې د جنرال دوستم له خوا لګېدلي تورونه وڅېړي. د جمعې پر ورځ د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش او اجرایوي رییس عبدالله هم د جنرال دوستم د تورونو او نیوکو پر وړاندې غبرګون ښودلی و او دا کار یې د ملي ګټو پر خلاف بللی و.

د دې تر څنګ د ولسي جرګې نن «شنبې» د ورځې په عمومي غونډه کې هم یو شمېر وکیلانو دا ډول څرګندونې د ملي یووالي او ملي ګټو خلاف بللي.

د جرګې لومړي نایب عبدالظاهر قدير د حکومت په مشرانو غږ وکړ، چې شخصي ستونزې دې د مېز تر شا په خپل منځ کې سره حل کړي او نور ولس دې نه اندېښمنوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام