نازیانو کې د ظاهرقدیر ملېشو او داعش تر منځ جګړه شوې

تېره شپه د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د داعشیانو او په ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي ظاهرقدیر په مشرۍ ملېشو تر منځ جګړه شوې چې له امله یې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي.

دا جګړه د نازیانو ولسوالۍ مورچل سیمه کې شوې‌ده.

نازیانو ولسوالۍ کې د ظاهرقدیر اړوند ملېشو قوماندان ملک دهقان سلام وطندار ته وویل، دې جګړې کې له ۱۰ ډېر داعشیان  او د ده دوه ملګري وژل شوي او دغه راز ګڼ داعشیان او ۴ ملېشې ټپیان شوي دي.

ملک دهقان وايي، د تېرې شپې جنګ کې د دوی ملګرو د یوه ترکي په ګډون ۳ داعش هم ژوندي نیولي او ملګرو یې له یوه داعشيانو سر هم پرې کړی‌دی.

دی وايي، د تېرې شپې د جګړې له امله د وژل شويو داعشیانو جسدونه په سیمه کې پراته دي.

هاخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي سلام وطندار ته وویل، نازیانو ولسوالۍ کې د داعشیانو او ولسي پاڅونوال تر منځ  د شوې جګړې له امله ۸ داعشیان وژل شوي او ۳ ژوندي نیول شوي.

نوموړی وايي، دغه جګړه تېره شپه شاوخوا درې بجې شوې‌ده.

دی هم یاده جګړه کې د دوه پاڅونوالو وژل کېدل او د دوو ټپي کېدل مني چې د ټپيانو روغتیايي حالت یې ښه ښودلی.

تر اوسه داعشیانو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام