.jpg)
د فرخندې له وژل کېدو او رخشانې له سنګسارولو وروسته داسې وړاندوینه کېده، چې د ښځو حقونو دفاع کوونکي بنسټونه به ۱۳۹۵ کال کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې خورا هڅه وکړي؛ خو برعکس په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د تېر کال په پرتله له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې ۸.۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د راپورونو پر بنسټ ۱۳۹۵ لمریز کال د ښځو په برخه کې له ستونزو او ننګونو ډک کال و.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د راپور پربنسټ په دې لمریز کال کې له ښځو سره د شوي تاوتریخوالي ۵ زره او ۵۷۵ پېښې ثبت شوي، چې یوزرو او ۵۰۰ هغه یې فزیکي تاوتریخوالی، ۳۶۰ مورده جنسي تاوتریخوالی، له یوزرو او ۸۰۰ مواردو زیات لفظي او رواني تاوتریخوالی او له یوزرو او ۱۰۰ مواردو ډېرهغه اقتصادي تاوتریخوالی شوی دی.
د افغانستان د بشرحقونو د خپلواک کمېسیون غړې ثریا صبحرنګ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي موضوع پراخه ده او دغه شمېرې د شوي تاوتریخوالي ټول واقیعتونه نه انځوروي، بلکې د تاوتریخوالي ګڼې نورې پېښې د دودونو او امنیت نه شتوالي له امله پټې پاتې شوي دي.
مېرمن صبحرنګ وايي، چې ۹۵ کال د افغان مېرمنو لهپاره له تاوتریخوالي ډک کال و او حکومت باید نوي لمریز کال کې د ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو راکمولو او مخنیوي له پاره ځانګړی پلان جوړ او عملي کړي.

د بشرحقونو د دې غړې په خبره، له ښځو سره د شوي فزیکي تاوتریخوالي له جملې ۱۲۰۰ پېښې د وهلو او ټکولو، ۱۰ پېښې د سوځولو، ۵۷ پېښې د ټپي کېدو، ۴۵ پېښې د اجبارې کارونو او ۲۳۴ هغه پېښې د قتل شاملې دي.
دغه راز له دې شمېرې ۴۳ د جنسي تجاور پېښې، ۹۰ مورده له مېرمنې سره د مېړه خیانت کول، ۵۸ د جنسي ځورونو پېښې، ۱۵ د بې ناموسۍ پېښې، ۱۱ پېښې په زور سره بربنډو فلمونو ته رابلل، ۱۴ پېښې د جنین سقط کول او ۵ پېښې په زور زیاتې سره د مېرمنو اومینداره کول شامل دي.
د بشرحقونو راپور ښيي، چې د تاوتریخوالی ۱۹۰۰ پېښې د بې برخلیکتوب، ۵۰۰ پېښې د مېړه او مېرمنې د بېلتون او له ۵۵۰ زیاې پېښې له کوره د تېښې رامنځته شوي دي.
د ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي د تمیز څارنوالۍ رییسه زرغونه مستغفر وايي، چې د مېرمنو حالت ښې والي په خاطر هڅې روانې دي او په ۹۵ کال کې دوی د ښځو سره د شوي تاوتریخوالي ۲ زره او ۴۴۲ پېښې یې څېړلي دي.
لاملونه
.png)
د ښځو حقونونو فعالان بې سوادي، روږدیتوب، ناامني، د معافیت کلتورو اداري فساد، په عدلي او قضايي بنسټونو بې باوري او خراب دودونه په هېواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي لاملونه بولي.
په ولسي جرګه کې د ښځو چارو کمېسیونه مشره فوزیه کوفي وايي، چې د ښځو حالت د ښه والي په برخه کې حکومت په کړو ژمنو عمل نه دی کړی او د ښځو سره د شوي تاوتریخوالي زیاتې دوسیې بې پایلې پریښي دي.
د مېرمن کوفي پروینا، د حکومت دغه نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې په ۹۵ کال کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شي.
د کوفي په خبره، حکومت د فرخندې او رخشاني قضیې ساده حساب کړې او د دغو پېښو عاملان معلوم نه شول.
د ښځو چارو وزارت ویانده کبرا رضايي له عدلي او قضايي بنسټونو غواړي، چې د ښځو سره د تاوتریخوالي دوسیې دې جدي وڅېړي.
باید هیلهمند واوسو!
نه باید ۱۳۹۵ کال یوه مخه د مېرمنو لهپاره د تاوتریخوالي ډک کال وګڼو.
د افغانستان په کابینه کې د څلورو مېرمنو ګډون، ۹ معینې مېرمنې، ۳ ویاندویې مېرمنې او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یو شمېر مېرمنې د سلاکارانو په توګه ګومارل د ښځو په برخه کې د پرمختګونو خبر دی.
دارنګه په دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډې زیاتېدل، د ښځو د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې د ځانګړې څارنوالي جوړېدل او د مېرمنو لهپاره د سوداګرۍ خونې د طرحې تصویبول د ښځو په برخه کې د سږکال لاسته راوړنې شمېرل کېږي.





