د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا د هېواد په ټولو علمای کرامو، قومي مشرانو، مجاهدینو او مدني ټولنو یې غږ کړی، چې هرڅوک په خپل وار او تر خپلې وسې د روغې جوړې له پاره هلې ځلې وکړي.
د ارګ په پاڼه کې کاږل شوي، چې د عالمانو شورا، د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي نوامیسو ساتونکي بللي او په ټول افغان ولس یې غږ کړی، چې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په موخه پراخې هلې ځلې وکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له دیني عالمانو وغوښتل، چې د اسلام د سپیڅلي دین په رڼا کې د جوماتونو د منبرونو له لارې خلکو ته د سولې د فضیلت او ارزښت په باب په دوامدار ډول پراخ معلومات ورکړي او د سولې په بهیرکې ګډون ته یې راوبولي.
نوموړي د عالمانو شورا ته د وينا پر مهال ټينګار وکړ، هر هغه څوک چې افغان دی او افغانستان مني د سولې د ټینګښت په موخه باید مذاکرې ته حاضر شي.
همدارنګه د عالمانو سراسري شورا د افغانستان له ټولو چاپي، غږیزو او انځوریزو رسنیو څخه غوښتي دي، چې د روژې د مبارکې میاشتې فضائل او احکام خپاره او له هر ډول مبتذلو خپرونو څخه ډډه وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي پاڼه کې ليکل شوي، چې د عطاالله لودين په مشرۍ
د افغانستان د عالمانو شورا تېره ورځ (۲۰۱۵ زېږدیز/ جون۱۲) د ولسمشر سره په ارګ کې د کتنې پر مهال د پورته غوښتنو ترڅنګ ویلي، چې د هېواد دينې عالمان به د سولې په ټينګښت کې خپلې هلې ځلې ګړندي کړي.
همدارنګه محمد اشرف غني د دغې کتنې په پای ډاډ څرګند کړ، چې د هېواد په لویو ښارونو کې د اقتصادي پروژو په پلې کېدو سره به افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.





