په ترینکوټ کې له ۸ میاشتو راهیسې د ملي اردو نږدې ۱۰۰ سرتېري محاصره دي

انځور: ارشیف

د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې وسله‌والو طالبانو د ملي اردو قرارګاه محاصره کړې‌ده. د ملي اردو یاده قرارګاه د مرکز ترینکوټ اړوند د «مهراباد» په سیمه کې ده.

د روزګان د ولایتي شورا مشر امیرمحمد خان بارکزي نن دوشنبې سلام وطندار ته د خپلو معلوماتو له مخي وویل، په‌دې قرارګاه کې د ملي اردو ۱۴۰ تنه سرتېري مېشت وو؛ خو د محاصرې او جګړو له امله يې اوس شمېره ۱۰۰ تنو ته نږدې شوې‌ده او نور يې وژل شوي او ټپیان شوي‌دي.

د ده په خبره، له دوی سره په لومړي سر کې ملي پولیس هم وو؛ خو هغه له وسله‌والو طالبانو سره یوځای شول او د ملي اردو سرتېري يې یوازې پرېښودل. د ده پر وینا، په قرارګاه کې پاتې سرتېري هم د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د بارکزي پر وینا، د دوی ګیله له مرکزي ادارې ده او د روزګان وضعیت د کورنیو چارو وزات او نورو اړوندو امنیتي ارګانونو له‌خوا خراب شوی‌دی.

انځور: ارشیف

د ولایتی شورا مشر وايي، هر څوک چې دې ارګانونو ته مکتوب په لاس لیږل شوی‌؛ د روزګان امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی‌دی.

په‌دې ولایت کې په پرله‌پسې ډول د ملي دفاع وزارت له‌خوا هم د قرارګاوو له‌پاره مشران بدلېږي ـ رابدلېږي.

خو د روزګان امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري بیا سلام وطندار ته وویل، د دوی د مقررۍ سره سم پر مرکز ترینکوټ سربېره په لېرو پرتو سیمو کې هم امنیت ښه شوی او خلک ترې خوښ دي.

نوموړی د محاصرې خبره هېڅ نه‌مني، زیاتوي چې هره ورځ پوځي عملیات کوي او وسله‌وال يې په شا کړي او تر څنګ یې لا هم هڅه کوي، چې د خلکو ژوند ارام کړي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې قرارګاه په اړه څه نه‌دي ویلي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام