د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفيالله امیري وايي، طالبانو تېره شپه کندوز کې د پوځ او محلي پولیسو په پوستو ډلهییز بریدونه کړي چې ۲۶ د پوځ او ۳ محلي پولیس پهکې وژل شويدي.
ښاغلي امیري وویل، د طالبانو بریدونو کې ۲۰ نور افغان ځواکونه ټپي شوي هم دي.
د هغه په وینا، برید تېره شپه دولس بجې د کندوز ښار اړوند «تلوکه» او «خواجه پاک» سیمه کې شوی.
په ورته وخت کې د کندوز د پامیر ۲۰ فرقې مرستیال ویاند عبدالرحمان نیازی وايي چې پهدې بریدونو کې ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.
ورته مطلب:
د تخار او کندوز ترمنځ پوله باندې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي
دی د ۹ طالبانو د وژل کېدلو او ۶ ټپيانېدلو خبر هم ورکوي.
د کندوز امنیې قوماندانۍ ویاند انعامالدین رحماني د طالبانو برید تاییدوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه وايي.
هاخوا د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد یوې خبرپاڼې کې د برید مسوولیت منلی او ادعا کوي چې پهدې بریدونو کې یې ۳۰ امنیتي ځواکونه وژلي او درې امنیتي پوستې یې نیولې دي.
لهدې سره هممهاله طالبانو په بغلان کې ۱۱ محلي پولیس وژلي.
بغلان کې یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې برید کړی چې ۱۱ محلي پولیس پهکې وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
دغه سرچینه وايي، پېښه کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ «حسن تال» سیمه کې رامنځته شوې او طالبانو د پوستې یو لړ مهمات هم ځان سره وړي دي.
د سرچینې په وینا، دغه نښته کې ۳ طالبان هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند احمدجاوید بشارت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستې د طالبانو برید تاییدوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه وايي.





