
په تخار کې یوې محلي سرچینې سلاموطندار ته ویلي، طالبانو بېګاه د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یو قومي مشر چې په جومات کې له لمونځ کولو وروسته کور ته روان و، له ځانه سره بیولی دی.
د سرچینې په وینا، طالبانو یاد قومي مشر لومړی وژلی او بیا یې سر هم ترې پرې کړی دی.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، یاد قومي مشر ملامنصور نومېږي او د تالقان ښار په چکاب سیمه کې وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تخار د پولیسو ویاند زیاتوي چې بېګاه د تالقان ښار په قرتاش سیمه کې د جګړې له امله یو محلي پولیس او ولسي پاڅونوال وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په نښته کې دوه طالبان هم ټپیان شوي دي.





