
په افغانستان کې د پانګونې ملاتړ ادارې چارواکو یا ايسا نن شنبه (جنوري۳۰مه) په کابل کې د خبري غونډې پر مهال هغه لاملونه په ګوته کړل، چې په هیواد کې يې د پانګونې مخه ډب کړې ده.
خبري غونډې ته د ایسا رییس محمد قربان حقجو وویل، په تیرو ۱۱ ورځو کې يې د پانګونې پراختیا په موخه سلامشورې کړي.
د حقجو پر وینا، د پانګوني په اړه د ځانګړې کړنلارې نشتوالی، د دولتي ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ نه همغږي، د پانګوني په برخه کې د تجارانو او خلکو اندیښني، د پانګوالو نه خوندیتوب، په ګمرکونو او ښاروالیو کې فساد، ترانسپورتي خدمتونو ته د پانګوالو نه لاسرسی، د مالیاتي سیستم پیچلتیا، د جواز ورکړې څو بنسټونه، په عدلي او قضايي بنسټونو کې اداري فساد، له خصوصي سکتور نه د دولت نه ملاټر او تجارانو ته له هیواد نه بهر تللو په موخه د ویزې په اخستلو کې ستونزې هغه لاملونه دي، چې پربنسټ یې پانګونه له ننګونو سره مخ شوې ده.

د هغه پر خبره، د افغانستان په پانګونه کې ټولې ۱۲ سترې ستونزې شته، چې د پانګونې مخه يې ډب کړې ده او ایسا ورته د حل لاره هم لټولې ده.
په همدې حال کې د ایسا ادارې د موندنو په راپور کې حکومت ته هم یو لړ وړاندیزونه شوي، چې په هیواد کې د پانګوني له پاره باید د پانګوني هڅونې کړنلاره جوړه شي.
ایسا له دولت نه غواړي، چې له خصوصي سکتور سره همغږي رامنځته او دغه راز، له بانکي سیستم نه باید دولت غوڅ ملاټر و کړي.
د ایسا رییس وویل، باید پانګوالو ته د جواز ورکړې ځانګړې بنسټ جوړ شي، چې ټولو پانګوالو ته یوه اداره د فعالیت جواز ورکړي.
د ورستیو کلونو ناامنیو له امله یو شمیر پانګوالو له هیواده خپلې پانګې ایستلي، خو داسې ښکاري چې دولت هوډمن دی په هیواد کې د پانګونې پرمختګ په موخه اغیزمن ګامونه پورته کړي.





