امريکا پر پاکستان خپل يو ميليارډ ډالري مرسته بنده کړه

داسې ويل کيږي، چې امريکا پر پاکستان له دې امله خپل یو ميليارډ ډالري مرسته بنده کړې، چې دغه هېواد په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې جدي او صادقانه مبارزه نه کوي.

د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې امريکا پاکستان ته د کال یو میلیارډ ډالره مرسته کوله.

امريکايان ويلي، چې پاکستان په خپله خاوره کې د حقاني شبکه تر بريد لاندې نه نیسي.

د حقاني شبکه د امريکې له نظره یو تر ټولو خطرناکه ترهګریزه شبکه بلل کيږي.

ځينې پاکستاني رسنۍ وايي، چې واشنګټن له اسلام اباد څخه په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملياتو د ترسره کولو څخه رضایت نه لري.

سپنې ماڼۍ ویلي، چې د حقاني شبکه په شمالي وزیرستان کې ده او تراوسه د پاکستاني ځواکونو له لوري په نښه شوي نه دي.

په شمالي وزیرستان کې میشت د حقاني شبکه د ترهګرو یو له اصلي ځالو بلل کيږي، چې په افغانستان زیات ترهګریز فعاليتونه د همدغې شبکې له لوري پلانيږي.

د حقاني شبکه په افغانستان د عامو خلکو، افغان ځواکونو، نړېوالو او په ځانګړي توګه د امريکايي ځواکونو د وژلو زیات مسوولیتونه منلي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، چې د امريکا دفاع او بهرنيو چارو وزارتونه پاکستاني مقاماتو ته ویلي، چې له ۲۰۱۵ م ز کال څخه وروسته به نور امريکا له پاکستان سره هر کال یو میليارډ ډالر مرسته نه کوي.

د امريکا ګانګرېس هم د ترهګرو سره د مبارزې په برخه د پاکستان له کړنو رضایت نه لري او ویلي يې دي، چې پاکستان باید د حقاني شبکې پر وړاندې جدي مبارزه کړي وای.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام