.jpg)
طالبانو او داعشیانو د جوزجان ولایت په درزاب او قوش تپې ولسوالیو کې نښته کړېده.
د جوزجان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې طالبانو او داعشیانو د تېرې ورځې له مازدیګر راهیسې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په اق سای، کمرلي او خاک شیهدان سیمو او د قوش تپې ولسوالۍ په چقمهچقور سیمه کې جنګ پیل کړی، چې تر اوسه دوام لري.
د جوزجان ولایت امنیه قوماندان رحمتالله ترکستاني سلام وطندار ته وویل، چې پهدې نښته کې قوش تپې ولسوالۍ ته د طالبانو لهخوا د نومول شوي ولسوال شیخ حمیدالله او یو لوړپوړي طالب قوماندان شهزاده مظلومیار په ګډون ۶۰ تنه طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د هغه پر وینا، پهدې نښته کې ۵ داعشیان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د ترکستاني په خبره، د طالبانو او داعشیانو ترمنځ دا نښته له هغې وروسته وشوه، چې داعشیانو څه موده مخکې د طالبانو د یو لوړپوړي چارواکي په ګډون له ۱۰۰ میلیونو افغانیو سره د مخدره موادو ۳ قاچاقبران برمته کړل.
د جوزجان امنیه قوماندان زیاتوي، چې د طالبانو دا کسان د فراه، بادغیس او هرات ولایتونو نه د کوکنارو د کښت او د پیسو د وېش لهپاره دې ولایت ته ورغلي وو.
د جوزجان ولایت د مقام ویاند محمدرضا غفوري پهدې ولایت کې د طالبانو او داعشیانو نښته تاییدوي او وايي، چې دواړو خواوو ته زیان اوښتی؛ خو د تلفاتو په اړه کره معلومات نهلري.
طالبانو او داعشیانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.





