د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان له لوري يو ګډ پلاوی پاکستان ته د نظامي ستونزو د حل په موخه سفر کوي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزيري سلام وطندار ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال ویلي، چې د دغه ګډ يا کمپلکسي پلاوي مشري د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون مرستیال جنرال قدیر خان کوي.
دولت وزیري زیاته کړه، چې د ملي امنیت، سرحدي قواوو او نورو امنيتي ارګانونو څخه نظامي چارواکي به د دغه پلاوي غړي وي.
ده کره وخت په ډاګه نه کړ، خو ويې ویل، چې نن سه شنبه (جولای ۲۸) به یو نظامي ګډ پلاوی پاکستان ته لاړ شي.
هغه د خبرو اترو د دغو ګډونکوونکو د نومونو ترڅنګ د پلاوي کره شمېرې په اړه هم څه ونه ویل.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه، چې د ملي دفاع وزارت په مشرۍ دغه پلاوی به د پاکستان حکومتي چارواکو سره د ترهګرو پر وړاندې د دواړو خواوو څخه د عملياتو ترسره کولو، په کونړ کې د راکټي بريدونو او د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړي.
که څه هم اوسمهال د افغانستان پر ختيځ ولایت کونړ باندې راکټي بريدونه اوس درول شوي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال د دغه ولایت پر سرحدي کلو او بانډو د ډيورند کرښې پورې غاړې څخه په لسګونه توغنديز بريدونه کېدل، چې له امله يې کونړي اوسېدونکي ته سخت ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
همدارنګه شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پکتیکا ولایت د سرحدي ولسوالۍ شکین د انګور اډې په سیمه کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې دواړه لورو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
هغه مهال د شکین ولسوال عبدل خان رسنيو ته ویلي وو، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستانیو ځواکونو په ډله ییزه توګه غوښتل د افغانستان په خاوره کې دننه سرحدي دروازې جوړې کړي، چې افغان ځواکونو يې مخه ونیوه.
هغه دا هم ويلي وو، چې د دې کارد مخنیوي په اړه دوی ته امنیتي چارواکو امر کړی وو.
عبدل خان زیاته کړې وه، چې په دې نښته کې یو افغان او ۸ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په د نوي حکومت د جوړېدو سره سم د افغان حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ په بې ساري توګه اړيکې ښې شوي او پاکستان دې ته چمتو شوې، څو افغان طالبان د افغانستان حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو ميز ته حاضر کړي.
تېره ورځ پاکستاني رسنيو راپور ورکړ، چې د خبرو اترو دویمه ناسته به هم په پاکستان کې کيږي.
چې د دغو خبرو اترو تر ټولو مهمه موضوع به په اوربند پريکړه کول وي.
هېره دې نه وي، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لومړنۍ ناسته د پاکستان په مري ښار کې وشوه او پایلې هم د ځينو کارپوهانو له خوا مثبت و ارزول شول.





