
د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت بالامرغاب ولسوالۍ چپ قول سیمه کې د ناپېژانده چورلکې د ناستې خبر ورکوي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس محمد ناصر نظري سلام وطندار ته وویل، چې چپ قول د بادغیس تر ټولو ناامنه سیمه ده، چې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه او اوسمهال داعش ته منسوب خلک په کې واک لري.
نظري وايي، چې په دې سیمه کې زیاتره عرب، چیچني او ازبکستاني جنګیالي موجود دي.
ده همداراز وویل، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د چورلکې ناستې خلک اندښمن کړي دي او دغه مسله یې د ولایت مقام او د امریکا سفارت سره شرېکه کړې، خو کوم ځواب نه دی راغلی.
د ناصري په خبره، د سیمې خلک په دې نه دې توانیدلي چې چورلکه وپېژني.
دا لومړی ځل دې چې د داعش تر کنترول لاندې سیمه کې ناپېژانده چورلکه ناسته کوي.
له دې مخکې د راپورونو پر بنسټ د هېواد په شمال او سوېل ختیځ کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ناپېژاندو چورلکو ناستې کړې وې.





