د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د خروار ولسوالي له ۱۵ ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې وه او دغه محاصره نن ( چهارشنبه) افغان امنیتي ځواکونو ماته کړه.
د دغه ولایت والي محمد حلیم فدایي د خروار ولسوالۍ د ودانۍ په انګړ کې رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې نښته کې ۶۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي.
والي وویل، شاوخوا ۶۰۰ وسله والو طالبانو له څلورو لورو پر دغې ولسوالۍ برید کړی و.
محمد حلیم فدايي د خروار ولسوالۍ له ودانۍ څخه په دې ولسوالۍ کې پر مېشتو امنیتي ځواکونو غږ وکړ، چې "تاسې د دښمن پر وړاندې خپل همت او مرال له لاسه ور نه کړئ".
ده وویل، "د دې خاورې دښمنان له ماتې سره مخ شوي دي".
د لوګر ولایت امنیې قومندان مل پاسوال محمد داود احمدي هم په دغه سفر کې خروار ولسوالۍ ته تللی و، نوموړي خبریالانو ته وویل، چې اوس هم د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت امنیتي سرتېرو له خوا د وسله والو طالبانو د ځپلو په پار چاڼيز عملیات روان دي.
احمدي وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې ۲ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، چې په دغو نښتو کې ولسي وکړو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د لوګر ولایتي شورا رییس، حسیب الله ستانکزی وايي، چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې خروار ولسوالۍ ولسونو ته هیڅ ډول پاملر نه ده شوې.
نوموړي وویل، چې د دغې ولسوالۍ د ولسي خلکو کرنې، امنیت، روغتیا او بیا رغونې ته پاملرنه نه ده شوې.
ستانکزي د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو څخه وغوښتل، چې د نښتو پر مهال دې د ولسي خلکو ژوند او شتمنیو ته پام وکړي.
له بل لوري ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي له نامعلوم ځای څخه د ټېلېفون پر کرښه سلام وطندار ته وویل، چې اوس هم دخروار ولسوالي د دوی په کلابندۍ کې ده.
ده وویل، چې په دغو عملیاتو کې یې یواځې ۷ ملګري وژل شوي دي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.





