په دولتي ادارو کې د کار پیداکول په واسطې پورې تړلي دي

د کندهار ولایت یو شمېر لوستي ځوانان پر دولت نیوکه کوي، چې دوی ته په دولتي ادارو کې په کافي اندازه ونډه نه ده ورکړل شوې.

له دولسم، څوارلسم او پوهنتون څخه فارغ اکثره ځوانان وايي، څو ځلې يې په کندهار کې د ریاستونو له خوا اعلان شويو بستونو ته ځانونه نوماند کړي، خو موکه نه ده ورکړل شوې.

دوی وايي، دولت له یوې خوا د ځوان ځواک خبرې کوي او له بلې خوا د کار موکې نه ورکوي.

د لوستو ځوانانو په قول که وخت ورکړي؛ نو په لږ وخت کې به د خپلو زده کړو پر بنسټ ښه او ډېر کار وکړي.

ډېر ځوانان چې لوړې زده کړې يې، کړي او اوسمهال اوزګار ګرځي وايي، چې د ملي یوالي حکومت باید ټولو لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د دوی اندېښنو ته د پای ټکی کیږدي.

په ورته وخت کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي  (په دولتي ادارو کې د ځوانانو هڅونې) په نامه جوړې شوې غونډه کې د ځوانانو د شکایت په اړه وویل، چې په ټولو دولتي ادارو کې لوستو ځوانانو ته اړتیا لري او هر وخت چمتو دي، چې ځوانانو ته د کار کولو چانس برابر کړي. شمسي هم د دولتي ادارو پیاوړتیا د تکړه ځوانانو له کار سره تړلی بولي، خو ټینګار کوي، چې په دې اړه یواځې لیاقت، تجربه او د خدمت هوډ مهم اړخونه دي، نور د واسطې خبري هسي اوازې دي.

د کندهار ولایت مقام د استخدام امر فرید احمد هم ټینګار کوي، چې د دولتي مامورینو د ګومارلو پروسه له واسطې پاکه ده.

د ده په قول، له څلورم بست نه تر اووم بست پورې ټولې څوکۍ د سیمه ییزو رسنیو له لارې اعلانېږي او بیا تر ازموینې وروسته بریالي کسان په دنده ګوماري.

د نوموړي په خبره، هیڅوک دا واک نه لري، چې یو عادي کس پر خپل سر په دنده وګوماري او په وینا یې، د ټاکلو له پاره يې یوه ټاکل شوې لاره موجوده ده، چې له مخې یې ازموینه اخیستل کېږي او پر دنده ګومارل کېږي.

کندهار کې د لوستو ځوانانو تر څنګ پر هرې څلور لارې کې په سلګونو وزګار ځوانان د کار موندنې په لټه ولاړ وي.

په دغه ولایت کې د برېښنا اوږدې پرچاوۍ، تر سلو زیاتې فابریکې تړلي، چې له هغه ځایه هم په سلګونو ځوانان وزګار شوي او له دولت نه د کار هیله کوي.

په کندهار کې د کار او ټولنیزو چارو مسولین د ځوانانو د وزګارتیا ستونزه مني، خو وايي د دومره زیاتو کسانو لپاره د کار پیداکول، یوه اساسي تګلاره غواړي.

د روان ۲۰۱۵ میلادي کال د اپریل په میاشت کې د بېلابېلو ولایتونو ځوانان، چې د لېسانس تر کچې یې لوړې زده کړې لرلې؛ په پلازمېنې کابل کې د ملي شورا پر سړک په یوه اعتراضیه غونډه کې سره راټول شوي وو او له حکومته یې د کار پېداکولو غوښتنې کولې.

دوی ویل، په دولتي پوهنتونو کې یې په سختو شرایطوکې زده کړې کړي، خو اوس په دولتي ادارو کې د وړتیا پرځای قومي، سمتي او ژبني اړخ ته لومړیتوب ورکول کيږي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام