
د ولسي پاڅون کوونکو ځېنو قوماندانانو د حاجي جلال د خوشې کولو له پاره د تخارو ولایت د شپږو ولسوالیو د تګ را تګ لارې تړلي دي.
حاجي جلال د ولسي پاڅون کوونکو هغه سیمه ییز قوماندان دی، چې څلور ورځې مخکې د نشه یې توکو د قاچاق په تور د تخار په ینګي کلا ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره له نښتې وروسته ونیول شو.
د تخار ولایت د دشت کلا ولسوالۍ د امنیت امر راشد سلام وطندار ته وویل، چې دغو کسانو د چهار شنبې له ګهیځ څخه د کوکچې د سیند لار چې د تخار شپږو ولسوالیو ته غځېدلې ده؛ د شهبار قوماندان او ارباب روف په امر تړلي دي.
د راشد په خبره، اعتراض کوونکي د ملا موسی د قاتلینو د نیولو غوښتنه کوي.
ملا موسی یو سیمه ییز قوماندان و، شاوخوا میاشت مخکې د ده د لېږد په موټر کې د ځای پر ځای شوی د چاودنې له امله ووژل شو او سیمه ییز حکومت ویلي و، چې دغه کار وسله والو طالبانو کړی دی.
د تخار ولایت د امنیې قوماندان جنرال نور محمد حکیمي وايي، چې جلال په بېلا بېلو جرمونو کې لاس لري او امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې و.
حکیمي د اعتراض کوونکو د هویت په اړه څه ونه ویلې، خو زیاته یې کړه، چې دغه پاڅون کوونکي د خپلو کارونو په وسیله له حکومت څخه امتیاز اخلي.





