په فاریاب کې د شدیدو جګړو دوام

له پرون راهیسې د درېيم تورې په نوم پوځي عملياتو دوام د دې لامل شوي، چې د افغانستان په فاریاب ولایت کې جګړې او بريدونه لويو سيمو ته وغځيږي.

په فاریاب کې د ۲۰۹ م شاهین قل اردو د لومړي لوا ویاند محمد رضا رضايي سلام وطندار ته وویل، چې په دغه ولایت کې د درېيم تورې په نوم پوځي عمليات د فاریاب په قېصار، شېرين تګاب، خواجه سبز پوش، پښتون کوټ او المار ولسواليو کې پېل شوي، ترڅو دغه سيمې بېرته د وسله والو مخالفينو له ولکې خلاصې شي.

رضايي زياته کړه، چې افغان امنيتي ځواکونه شاوخوا ۶ کیلو مټره مخکې ورغلي او په دغه جګړه کې افغان پولیس او سيمه ييز پولیس هم د ملي اردو ځواکونو ملاتړ کوي.

د ۲۰۹ م شاهین قل اردو د لومړي لوا ویاند په وينا، په دغو بريدونو کې تر اوسه ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ افغان ځواکونو ته د وسله والو طالبانو څخه ځينې سپکې او درنې وسلې هم لاس ته ورغلي.

رضايي وايي، چې د ځايي خلکو د شتون له وجې افغان ځواکونه دغه چاڼيز عمليات په تيزۍ سره نه شي ترسره کولی.

په فاریاب کې وسله وال طالبان هم د افغان ځواکونو برید تايیدوي او ادعا کوي، چې تر اوسه يې د (ايتي سلیق) په سيمه کې یو سيمه ییز پولیس وژلی او د یو قومندان په ګډون دوه نور يې ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي، چې د ګرزيوان په غلبان سيمه کې د سيمه ییزو پوليسو او وسله والو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

راپورونه وايي، چې د دولت اباد په ولسوالۍ په سلګونه طالب وسله وال ځای پرځای شوي او د سيمې اوسېدونکي يې خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام