
د تېرې اوونۍ د چهار شنبې ورځې د زنبق څلور لارې موټر بم برید، د جمعې ورځې له لاریونوالو سره د امنیتي ځواکونو نښتې او دغه راز د محمد علم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې پرلپسې ځانمرګو بریدونو د کابل ښار فضا ګډوډه او ناامنه کړله.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال زوی د جنازې په مراسمو کې له پرلپسې ځانمرګو بریدونو وروسته د جمعیت ګونډ بېړنۍ غونډه وکړله.
د جمعیت غړو د جنازې په مراسمو برید په دې ګونډ برید وګڼلو او دغه ګوند د نن ورځې (یک شنبه) په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي، د بېړنۍ غوندې په لومړي ګام یې د ارګ رسمي بلنه چې د وروستیو پېښو په اړه خبرې اترې وکړي ردکړله.
د جنازې په مراسمو کې د حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د جمعیت یو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ځای ناستی ویاند شاه حسین مرتضوي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ارګ جمعیت ته بلنه نه ده ورکړې.

د مرتضوي په خبره، د جمعیت غړي صلاح الدین رباني او عطامحمد نور په حکومت کې دي؛ نو ولسمشر څه ډول هغوی ته د خبرو اترو بلنه ورکړي.
جمعیت ګونډ په بېرنۍ غونډه کې یو ۱۰ کسیزه پلاوی ټاکلی چې د حکومت له جرایوي رییس عبدالله سره خبرې وکړي، چې نوموړی د خلکو په څنګ کې دریږي او که د هغو کسانو په خوا کې چې د خلکو وینې یې تویې کړي دي.
د اجرایوي ریاست ویاند جاوید فیصل سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، عبدالله عبدالله د خلکو انتخاب دی او د خلکو په ډله کې دی.
د فیصل په خبره، هغوی له دې موضوع خبر نه دي، خو زیاتوي، چې اجرایوي رییس د جمعیت له غړو سره نن ورځ لیدلي دي او په دې ناسته کې یې خپل موقف هم څرګند کړی دی.
جاوید فیصل بیا په غونډه کې د عبدلله د موقف او پرېکړې د جزیاتو په اړه څه ونه ویل.
دغه راز جمعیت ګوند په یوې اعلامیې کې ویلي دي، چې دوی مسوولیت لري په داسې حالاتو کې د خلکو په خوا کې ودریږي، د قربانیانو د کورنیو غوښتنې واوري او د هغوی د حق چغې سره همغږي شي.





