
د افغانستان لهپاره د امریکا د څېړنې ځانګړې اداره (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې که افغانستان له طالبانو سره سوله هم وکړي؛ بیا به هم د نړۍوالو مرستو پورې تړلی وي.
دې راپور کې ـ چې پنجشنبې خپور شوی ـ دې ته اشاره شوې چې د سولې هوکړهلیک په خودکاره ډول د افغانستان متعدد کړکېچونه نه حلوي؛ له سیاستوالو غوښتي چې خپل ځانونه له د سولې نه وروسته دوران ته چمتو کړي.
پهدې راپور کې د سیګار د رییس جان اف ساپُکو له خولې ویل شوي: «کهچېرې سوله وشي او دا سوله تلپاتې وي؛ ډېر لوړ قیمت به ولري چې یوازې بهرنیان به یې له عهدې نه ووتلی شي.»

سیګار پهدې راپور کې «پراخه ناامني، د پولیسو کم امکانات، پراخ فساد، تنبل اقتصاد، د طالبانو له لوري د نشهيي توکیو قاچاق او د ښځو پر وړاندې موجود تهدیدونه» په افغانستان کې د عمده اندېښنو په توګه یاد کړيدي.
پهدې وروستیو کې د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري هلې ځلې پیل شوېدي. تاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد به له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ۶م دور غونډه ډېر ژر پیل کړي.
ورته مطالب:
سیګار: د طالبانو نفوذي سیمې پراخه شوېدي
سیګار: امریکا په افغانستان کې څو میلیارده ډالر ضایع کړل
سیګار: د افغانستان اقتصادي ودي لهپاره د ۶۷۵ میليونونه ډالرو ډېره برخه ضایعشوې





