.jpg)
د کابل ښار د خیرخانې لومړۍ حصه کې تېره شپه پوځي عملیاتو کې ۵ کسان وژل شوي دي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونو تېر ماښام د یوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې مېنې په لومړۍ حصه کې د سوداګر حفیظ پر کور چې د پخواني جهادي قومندان امر ستار په ګډون ځينې کسان د مېلمستیا لپاره ورغلي وو، عملیات کړي او پر مهال یې قومندان امر ستار، د هغه زوی او ۳ نور کسان وژل شوي دي.
د پېښې عیني شاهد عبدالناصر سلاموطندار ته وویل، د ملي امنیت یوې قطعې پرته له کوم خبرادري یاد کور ته دننه شوي او د عملیاتو پرمهال یې ګڼ شمېر کسان وژلي دي.
د نوموړي په وینا، امر ستار د جمعیت ګوند یو مهم قوماندان و چې اوس یې له دولت جوړوونکي ټیم نه ملاتړ کاوه.
دې سره د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني هم د جرګې نننۍ غونډه کې وویل، د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند خیرخانه سیمه کې عملیات کړي چې څو تنه په کې وژل شوي دي.
هغه د جرګې اړوند کمیسیون نه د دغې مسلې د څېړلو غوښتنه وکړه.
هڅه مو وکړه چې د موضوع په تړاو د ملي امنیت ریاست او د کورنیو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو هغوی د سلاموطندار ټيلفوني اړیکو ته ځواب ور نه کړ.





