پر سیکانو ننني برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۸ ټپیان دي

وسله‌والو نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند شوربازار سیمه کې د سیکانو پر یوه درمسال برید وکړ.

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په یاد برید کې ۲۵ ملکیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي، یوه وسله‌وال د سیکانو پر یاد عبادت‌ځای برید وکړ چې امنیتي ځواکونه ژر سیمې ته ورسېدل، یو وسله‌وال یې وواژه او ۸۰ ملکیان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې وو، وژغورل.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یوشمېر نورو چارواکیو پر سیکانو برید غندلی او هغه یې ستر جنایت بللی دی.

سپېدار ماڼۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر سیکانو برید د بشرضد جنایت بللی او دا یې په هېواد کې د مذهبي او ټولنیزو کړکېچونو د جوړولو لپاره یوه هڅه بللې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د سیکانو پر درمسال برید په سختو ټکو غندلی او دا یې د هغوی د مذهبي مراسمو د پیکه کولو لپاره یوه هڅه بللې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د یاد برید د غندلو ترڅنګ ویلي، په افغانستان کې به هغه مهال سوله راشي چې خلک یې د وسلې پر ځای، د خبرو له لارې خپل اختلافونه حل کړي.

د بښنې نړیوال سازمان هم په کابل کې د سیکانو پر درمسال برید ټکان ورکوونکی یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې امنیتي ځواکونه د لږکیو د مذهبي مراسمو او عبادت‌ځایونو د ساتلو مسوولیت لري.

دغه سازمان غوښتنه کړې چې د یاد برید عاملانو ته باید په یوه عادلانه محکمه کې سزا ورکړل شي.

په کابل کې د پاکستان سفارت هم دغه برید غندلی او هغه یې ترهګریز عمل بللی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پر سیکانو نننی برید غندلی او په هېواد کې پر مذهبي لږکیو د دا ډول سیستماتیکو بریدونو دوام د اندېښنې وړ ګڼلي دي.

یاد کمېسیون له افغان دولت نه غوښتي چې د مذهبي لږکیو د امنیت ټینګښت او د هغوی د حقونو ساتلو لپاره لازم اقدامات وکړي.

دغه برید پر ټولنیزو رسنیو هم پراخ غبرګونونه راپارولي او دا یې په هېواد کې د لږکیو پر وړاندې یو نه بښونکی تېری بللی دی.

وسله‌والو طالبانو ویلي چې په یاد برید کې لاس نه لري، خو داعش ډلې یې بیا مسوولیت منلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام