په تڼاکو لاسونو جوړې جونګړې پاکستان څنګه ورانوي؟

پاکستاني حکومت په اسلام ابادکې د میشت افغان کډوالو په بنډغالي ځانګړي عملیات پیل کړي او په غټو غټو ماشينونو او بیلدوزرو د کډوالو جونګړې ړنګوي.

دپاکستاني حکومت ددې عمل پر وړاندې په پنډغالي کې میشت افغان کډوالو لاريون پیل کړ او پر پولیسو یې د کاڼو او ګټو ګوزارونه وکړل.

په غبرګون کې پاکستاني پولیسو ډزې وکړې چې ۱ ماشوم په کې وژل شوی لسګونه ټپیان شوي او تر ۶۰ پورې افغان ځوانان پولیسو له ځان سره بولي دي.کسانو د ژوبل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه تېره ورځ (جولای ۳۰ مه)  رامنځته شوې او ترسره اوپرې افغان حکومت په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی او نه هم دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې یې په اړه خواشيني ښودلې ده.

د ډان نیوز د راپور له مخې پاکستاني حکومت پرېکړه کړې چې په اسلام اباد کې جوړ دغه کيمپ چې افغانانو په کې له خټو او ګټو کورونه جوړ کړي ړنګ کړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې دغه کيمپ په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې د شوري پر وړاندې د جهاد پر مهال جوړ شوی و چې اوس یې ړنګول حتمي دي.

ددې ځانګړو عملیاتو د مسولیت لرونکې ادارې ویاند رمضان خالد رسنيو ته ويلي چې د اسلام اباد محکمې پرېکړه کړې او دا کيمپ یې غیر قانوني ګڼلی دی.

رمضان خالد زیاتوي چې محکمې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دغه بنډغالی ړنګ او وتړل شي

سرچینه وايي، چې له دې وړاندې یې په کیمپ کې میشت افغان کورنيو ته د وتو خبرداری ورکړی و خو نه یې دی منلی او مجبور شوي چې د کورونو د ړنګولو عملیات پیل کړي.

د پیښې له ځایه سلام وطندار ته د څو افغان ګډوالو له لوري ځينې تصویرونه او تصویري کلیپونه را لیږل شوي چې په کې ښودل کيږي پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو د کورونو په ړنګولو بوخت دي.

په دې انځورونو کې دا هم ښودل کيږي چې دکډوالو میرمنې قران کريم په لاس کې د کوټو په سر ولاړې دي او له پاکستاني چارواکو غواړي چې کورونه یې ړنګ نه کړي.

په ویډيوي کلیپونو کې داسې هم ښودل کيږي، چې پاکستانۍ ښځينه پولېسې له میرمنو قران کریمونه اخلي او وهي ټکوي يې؛ تر دې چې د کوټې له سرونو یې لاندې هم غورځوي.

د پنډ غالي اوسېدونکي وايي چې دوي په دې سیمه کې کارو بارونه او راکړه ورکړه لري او په ناڅاپي ډول له دې کیمپه وتل دوي له اقتصادي تاوان سره مخ کوي.

خو پاکستاني چارواکي بیا وايي چې کډوالو له ۲۰۰۵ کال وروسته ددې سیمې ځمکې غصب کړي دي.

پاکستان کې میشت افغان ازاد خبریال داود جبار خیل سلام وطندار ته وویل، چې په دې پنډغالي کې ټول ټال ۸۰۰ کورنۍ اوسيږي چې د افغان کډوالو ترڅنګ د پښتونخوا د مومندو، سوات او چارسدې اوسېدونکي هم په کې شامل دي.

ویل کيږی په دې کيمپ کې د افغان کورنيو شمیر تر ۲۴۰ پورې دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه په پاکستان کې د افغانستان د سفارت نظر واخلو خو بریالي نه شو.

خو د نوي حکومت د کار له پېل کېدو وروسته د افغانستان د کډوالو چارو وزیر پاکستان ته سفر وکړ او له راستنېدو وروسته یې رسنيو ته وویل چې افغانستان، پاکستان او دملګرو ملتونو د کډوالو اداره دې پرېکړې ته رسېدلې چې پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو په اسنادو کې موده وغزوي او په ناقانونه توګه کډوال ثبت او راجسټر کړي.

خو ۲ میاشتې وړاندې هم پاکستاني حکومت همدې اسلام اباد ته نږدې د زاخیل له کیمپ څخه سلګونه افغان کورنۍ په جبري ډول را وویستلې خو افغان حکومت پرې غوږ ونه ګروه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام