
نیمروز ولایت کې یوه کس خپله پخوانۍ مېرمن د چاقو په وسیله وژلې او لور یې ټپي کړې ده. دغه ښځه صادقه نومېږي چې د نیمروز ولایت اصلي اوسېدونکې او حسن مېړه یې د غور ولایت اوسېدونکی دی. پېښه تېره ورځ چهارشنبه د سنبلې په شپږویشتمه زرنج ښار کې شوې ده.
نیمروز کې یوه معتبره ځايي سرچینه وايي، پېښه داسې مهال شوې چې حسن قومي جرګه کې غوښتل خپلې پخوانۍ مېرمنې صادقې نه له څو کاله بېلتون وروسته، د خپلې لور سرپرستي په غاړه واخلي، خو د هغې مخالفت سره مخ شو.
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وايي، د دغه کس لور نه غوښتل چې خپلې مور نه بېله شي. د سرچینې په وینا، حسن د جرګې پر مهال صادقه د چاقو په وسیله وژلې او خپله لور یې ټپي کړې ده.
دغه سرچینه زیاتوي چې یاد کس سیمې نه تښتېدلی او د پولیسو څېړنې ښيي چې دغه سړي له وړاندې د خپلې پخوانۍ مېرمنې د وژلو هوډ درلود. د نیمروز امنیتي او محلي مسوولان دې برخه کې خبرو ته حاضر نه شول.
خو نیمروز کې د ښځو د حقونو فعالانې د پېښې په تایید سره د ښځو د وژنو پېښو نه څېړلو نه اندېښنه ښيي. هغوی له امنیتي مسوولانو غواړي چې هرڅه ژر دغه کس ونیسي.
له دې سره په دې ولایت کې يوه بل کس بيا خپله خور او د خپلې مېرمنې خور په ډزو وژلي دي. د نيمروز ولايت د رسنيو د دفتر سرپرست بهرام حقمل وايي، دا کس احسانالله نومېږي او نن سهار يې د چهاربرجک ولسوالۍ په «ميراباد» سيمه کې خپله خور او د ښځې خور په ډزو وژلي دي.
تر اوسه پورې د دې پېښې لامل نه دی معلوم خو د پوليسو له لوري دغه سړی نيول شوی دی.





