تازه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمېسيون کې د ځينو موضوعاتو له امله اختلافات رامنځ ته شوي.
د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسيون دوه غړي کاوون کاکړ او شاه محمود میاخېل په دغه کمېسيون کې د نه ګډون اعلان کړی..
شاه محمود میاخېل په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، نن يې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسيون غړو ته ویلي، چې " ستاسو طرحې غېر عملي دي او فکر نه کوم، چې د ملت د اکثریت له پاره د تائید وړ وي."
ده په خپله فېسبوک پاڼه کې یوه بېلګه راوړې او زیاته کړې يې ده، چې د کمېسیون د غړو طرحه د یو خالي لاس او ټوپک په لاس لرونکي سړي کیسې ته ورته ده..
چې ټوپک ولا اوس د غنيمت مال درې برخې کړي، يوه برخه يې ځانته بل ټوپک ته او درېيمه يې هم د ټوپک په زور اخلي..
میاخېل دا نه دي ليکلي، چې د دوی اختلافات تر کومې کچې پورې جدي دي، خو زیاته کړې يې ده، چې دی او کاوون کاکړ د ټاکنو د اصلاحاتو له پاره معقوله او عملي طرحه لري او ډېر ژر به دغه طرحه له هېوادوالو سره شریک کاندي..
و مو غوښتل په دې اړه د ټاکنو د اصلاحاتو د کمېسيون د ځينو نورو غړو نظر هم تر لاسه کړو، خو بريالي نه شو..
د افغانستان په تېرو ۱۳۹۳ م ولسمشريزو ټاکنو کې د نوماندانو د شمېر زياتوالي له امله په لومړي پړاو کې د اساسي قانون له مخې هيڅ يو نوماند ونه شوی کړی، چې ۵۰+۱ سلنه رايه پوره کړي.
په دویم پړاو کې دوه مخکښ نوماندان د تحول او دوام ټیم مشر محمد اشرف غني او د اصلاحاتو او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ووتل..
په دغه پړاو کې ولسمشر محمد اشرف غني د رايو له کبله مخکښ اعلان شو او ډاکټر عبدالله د ټاکنو د کمېسیون دنتيجې له اعلان سره مخالفت وښود.
وضعیت ډېر پېچلی شو او وروسته د رايو څو وار حسابولو څخه د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کري په منځګړيتوب د ملي وحدت حکومت اعلان شو، چې اشرف غني د افغانستان ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله يې اجرايوي رییس شو.
په دغه برخه کې دواړو لوریو د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې د اصلاحاتو راوستو له پاره هوکړه وکړه.
وروسته بیا ددغه کمېسیون د غړو د ټاکنو په اړه هم د دواړو نوماندانو په منځ کې لانجې رامنځ ته شوې او له دواړوت کېده. .
وروسته له زیاتو ناندرو د ټاکنو په کمېسيون کې د اصلاحاتو راوستو له پاره غړي وټاکل شول او دندې یې په رسمي ډول پېل شوې..
داسې ښکاري، چې د دغو غړو ترمنځ هم اختلافات رامنځ ته شوي او دوو غړو یې نن پنجشنبه د اګست په ۲۷ په دغه کمېسيون کې د نه ګډون اعلان کړی..
اوس سوال دلته را پېدا کيږي، چې له اختلافاتو را زیږدلی کمېسیون چې د اختلافاتو ښکار شو، نو د ټاکنیزو اصلاحاتو سرنوشت به څه وي؟





