.jpg)
په کندوز ولایت کې په دې وروستیو کې د خرو د پوستکو یوه زېرمه موندل شوې ده او له دې مخکې هم څو تنه په تخار او کندوز ولایتونو کې د دې حیوان د پوستکو پلورلو په تور نیول شوي وو.
دې پېښې بېلابېلې پوښتنې راوټوکولې.
د قصابي شویو خرو غوښې څه شوې؟ دغه حیوان د کومې موخې له پاره قصابي کېږي؟ او د خرو پوستکی د څه له پاره کارول کېږي؟
د دې زېرمې موندلو دا معما روښانه کړه.
د درزاب ولسوال رحمت الله حشر سلام وطندار ته وویل، چې وسله وال طالبان د خرو له پوستکو د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو له پاره استفاده کوي.
دی وايي، هغه چاودېدونکي توکي، چې د خرو په پوستکو کې ځای پر ځای شوي وي؛ ماین پلټونکې وسلې یې نه شي موندلی.

حشر وویل، چې په دې وروستیو کې ازبکستاني طالبان چاودېدونکي ټوکي د خرو او اسونو په پوستکو کې ځای پر ځای کوي.
د نوموړي پر خبره، طالبان په دې وروستیو کې خرونه اخلي او له قصابي کولو وروسته یې غوښې د امنیتي ځواکونو په قراردادیانو پلوري او پوستکي یې د ترهګریز اعمالو له پاره کاروي.
خو د جوزجان ولایت د پولیسو امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشع د امنیتي ځواکونو د غوښې پر قراردادیانو د خرو او اسونو د غوښو پلورلو په اړه څه ونه ویل او زیاته کړه، چې ترهګر د خپلو شومو موخو له پاره هر ډول وسیله کاروي.
له دې مخکې هم سلام وطندار په تخار ولایت کې د خرو د ۱۰۰۰ پوستکو د موندلو او د امنیتي ځواکونو د غوښې پر قراردادیانو د خرو غوښو پلورولو په اړه راپورونه خپاره کړي وو.





