دغه څرګندونې افغان ولسمشر دچهار شنبې په ورځ (سلواغلې۲۹مه) دپخواني ولسمشر حامدکرزي، د ځینې سیاسي حزبونو له مشرانو، دښځو د ټولنو له استازو سره کتنه کې کړي دي.
دغه کتنې له پاکستاني لوري سره له خبرو وروسته ترسره کيږي.
.له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د سولې د ټېنګښت د څرنګوالي په اړه مشورې پېل کړي دي.
ددغو ناستو په پیل کې یې لومړۍ کتنه دپخواني ولسمشر حامد کرزي سره ترسره کړې.
په دغه کتنه کې ولسمشر ویلي چې نه غواړي کومه مذاکره یا خبرې دخلکو له نظر پټې وساتي.
غني ویلي، دافغانستان د ولسمشر په حیث له ملي ګټو ساتنه یې مسولیت او دنده ده.
ولسمشر وايي، له ملي اجماع او دخلکو له رضایت پرته به هیڅ کوم کار ونه کړي.
په دغه ناستو کې رییس جمهور له خلکو غوښتي، چې د ملي یو والي له پاره په یو صف کې ودريږي.
غني زیاته کړې دخلکو په ملاتړ به وکولی شي دسولې او پرمختګ په برخه کې اساسي ګامونه پورته کړي.
ولسمشرغني دغه مشورتي ناستې وروسته له هغې پېل کړي، چې دپاکستان دپوځ لوی درستيز جنرال راحیل شریف او د هغه هیواد د استخباراتو مشر رضوان اختر د سه شنبې په ورځ کابل ته راغلل؛ د سولې او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه یې افغان لوري سره خبرې وکړې.
د پاکستاني پوځي چارواکو تګ راتګ ځینې ګونګوسې پېدا کړې وې، چې ګواکې ولسمشر غني پاکستان سره په پټو مذاکراتو بوخت دی.
خو اوس ارګ وايي چې دسولې د ټېنګښت د څرنګوالي په اړه دافغانستان دننه دخلکو ملي اجماع ته اړتیا ده.
ځینې باخبره سرچینې په دې باور دي، چې نوي حکومت له پاکستان سره د افغان سولې پر سر اساسي خبرې پېل کړي او د دواړو هیوادونو د اړیکو د نزدې کېدو له پاره يې دافغان سولې د بریا شرط لازمي بللی.
دغه باخبره سرچينې وايي، افغان لوري له پاکستانه غوښتي چې په ۳ میاشتو کې دسولې د ټېنګښت په برخه کې اساسي اقدامات وکړي؛ خو پاکستان بیا د ۳ کالو وخت غوښتی.
دجنرال راحیل شریف له راتګ وروسته افغان ولسمشر اشرف غني پر خپله فیس بوک پاڼه لیکلي و چې په نزدې وختونو کې به افغانان د ښو زیرو اورېدونکي شي.
دا به په راتلونکې کې معلومه شي، چې جنرال راحیل شریف او رضوان اختر؛ غني ته بیا کوم د الا دین څراغ ښودلی چې د سولې د ټېنګښت خوبونه له افغان سیاسي مشرانو سره شریکوي.





