چين: پاکستان دې د افغان سولې په اړه ریښتيني همکاري وکړي

چین له پاکستان غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره صادقانه هلې ځلې وکړي.

په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر دنګ شیجونګ، د افغان دولت د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د یوې لېدنې پر مهال وویل، چې هېواد یې له پاکستان څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت له پاره صادقانه هلې ځلې وکړي.

د ملي امنیت د سلاکار له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې چينايي استازي ټینګار وکړ، چې هېواد یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو او وسایلو د مرستې پر ژمنې ولاړ دی.

د شیجونګ پر وینا، چې چين په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت له پاره، د افغان دولت له تګلارو او نوښتونو ملاتړ کوي.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، له افغان دولت سره په بېلابېلو برخو کې د چین ولسی جمهوریت له همېشنیو مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې چین کولی شي، له خپل سیمه ییز نفوذ څخه په ګټه اخېستنې سره یو شمېر ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت له هلو ځلو ملاتړ ته وهڅوي.

همدا راز په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار وویل، افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او پر دوه اړخیز درناوي ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.

د اعلاميې د معلوماتو له مخې حنیف اتمر له ګاونډیو هېوادونو هم هیله لري، چې له افغان دولت سره خپلې اړیکې د همدې اصل پر اساس تنظیم کړي.

ویل کېږي، چې په دې لېدنه کې د دواړو خواوو له خوا پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

چين په داسې مهال له پاکستانه په افغان سوله کې د ریښتينې همکارۍ غوښتنه کوي، چې په کابل کې د شاشهید او نورو سیمو چاودونو او برېدونو وروسته د پاکستان په اړه د ملي یو والي حکومت دریځ بدل شو او پر اسلام اباد یې سختې نیوکې او د اړیکو د پرېکولو ګواښ وکړ.

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان په اړه په خپل نوي دريځ کې ويلي و، چې نظامیان یې له وسله والو ملاتړ کوي او د ترهګرو پر وړاندې رښتيني مبارزه نه کوي.

غني هم ویلي وو، چې پاکستان دې د وسله والو پر وړاندې هغه ډول دریځ خپل کړي څنګه یې چې ترورېزم د ځان له پاره تعریف کړی دی.

چين په سیمه کې یو له هغه هیوادونو څخه ګڼل کېږي، چې پر پاکستان پراخه اغېز لري او اسلام اباد سره په ګډه سترې اقتصادي پروژې پر مخ وړي.

کارپوهان وايي، که چين په رښتيني معنا پر پاکستان فشار راوړي؛ نو هغه هېواد به د وسله والو پر وړاندې جدي مبارزې ته حاضر شي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام