
داعشیانو نن سهار ملا اذان مهال د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په «دېوهګل درې چمبېل» سیمه کې د ځايي پاڅونوالو پر پوستو چپاو ور وړ؛ خو لږه شېبه وروسته د ګډو کورنیو ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
جګړه تر نن ماسپښينه توده روانه وه.
که څه هم د جګړې سیمه کې د کونړ د پولیسو مشر له رسنیو سره خبرې نه کولې؛ خو د یاد ولایت د والي ویاند غني مصمم سلام وطندار ته وویل، تر نن غرمې دې جګړه کې ۱۵ داعشیان او درې حکومتي سرتېري وژل شوي او ۲۰ داعش او ۹ ګډ ځواکونه ټپيان شويدي.
هغه وویل، ښايي پهدې شمېرو کې بدلون هم راشي.

د مصمم په خبره، تر اوسه په سیمه کې افغان ځواکونه په کلکه د داعشیانو پر وړاندې جنګېږي؛ خو که اړتیا شوه؛ هوايي ځواک هم ورغواړي.
په ورته وخت کې د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکتر عزیزالرحمان ساپي سلام وطندار ته وویل، د څوکۍ له جګړې د دوی روغتیايي مرکزونو ته درې جسدونه او د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ ټپيان وروړل شوي چې له ماشوم پرته ټول حکومتي ځواکونه دي.
که څه هم د کونړ چارواکي دې جګړه کې د خپلو پوستو سقوط نه مني؛ خو د جګړې په کرښه کې ځېنو ځايي پاڅونوالو سلام وطندار ته ویلي چې د داعشیانو له برید سره سم یې دوې پوستې سقوط شوېدي.
دوی په حکومت له نیوکې سره وايي چې ښې وسلې نهلري او د مرمیو تر څنګ نور جګړهییز تجهیزات هم پهخپل وخت نه ور رسېږي.د کونړ چارواکیو د دغو جګړو له امله د بېځایهشویو کورنیو د شمېر په اړه په سملاسي ډول د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه؛ خو د سیمې خلکو سلام وطندار ته وویل چې پهدې جګړه کې د ۶ ملکي خلکو د ټپيکېدو تر څنګ ګڼ شمېر کورنیو خپلې مېنې هم پرېښي دي.
تر اوسه داعشیانو د دې جګړې په اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي؛ خو د «دېوهګل درې د چمبېل» جنګ کونړ کې د داعشیانو لومړنۍ تود جنګ ګڼل کېږي.





