په بغلان کې جګړو ۱۶۰ تنه ولسي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي

د بغلان ولایت د سرې میاشتې مسولین وايي، چې د څلورو میاشتو په لړ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښتو کې ۵۰ ولسي وګړي وژل شوي دي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې ولایت د سرې میاشتې رییس ډاکټر حامد نیازي په یوې ځانکړې مرکې کې سلام وطندار ته وویل، چې دوی د ولسي وګړو د مرګ او ژوبلې د کره شمېرو د معلومولو په تړاو پلټنې روانې کړې دي.

نیازی د جګړې له دواړو خواوو غواړي، چې د جګړې پر مهال د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.

د بغلان ولایت د سرې میاشتې رییس وايي، چې د ولسي وکړو د مرګ ژوبلې زیاته پړه پر وسله والو طالبانو وراچوي.

د دغه بنسټ پر خبره، په بغلان ولایت کې د له ۴ میاشتو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په روانه نښته کې تر ټولو زیات زیانونه ولسي وګړو ته اوښتي دي.

نیازی دا هم وايي، چې د دغو نښتو له امله د ولسي وګړو له ۳۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي دي.

د بغلان ولایت د سرې میاشتې رییس زیاتوي، چې د قربانیانو زیات شمېر ماشومان او ښځې دي او چې ټول یې په مرکزي بغلان او ډنډغوري ولسوالیو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

له بل لوري د بغلان ولایت ځای ناستی والي سلطان محمد عبادي د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له زیاتوالي اندېښنه ښيي او وايي، چې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو په نښتو کې ولسي وګړي د سپر په توګه کاروي.

نوموړي د عامو وګړو د مرګ، ژوبلې د کره شمېرې په اړه وویل، په هغو سیمو کې چې ولسي وګړو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده؛ د جګړې سیمې دي او له همدې کبله په دې نه دي توانېدلي، چې کره شمېر یې معلوم او مرستې ور ورسوي.

زلمی خلیل او مېرمن مرجانه د بغلان ولایت د جګړه ځپلو ولسوالیو د ولسي وګړو د قربانیان دي.

دغو کسانو سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د وروستیو نښتو له امله یې د کورنۍ غړي وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت ولسي خلک له حکومته ډوډۍ، کور او کالي نه غواړي، خو یواځې څه چې غواړي؛ هغه سوله ده.

دغه شمېر خلک د ملي یووالي حکومت پر مشرانو نیوکه کوي او وايي، چې دغه مشران د ناامنیو د زیاتوالي لامل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام