“د کندوز والي ‌له‌خوا طالبانو کورنيو سره مرسته ملي خیانت دی”

تيره ورځ د رسنیو له خوا داسې راپور خپور شو، چې د کندوز والي اسدالله عمرخیل، وسله‌والو طالبانو کورنيو ته د وژل شویو افغان سرتېرو د اکرامیې پېسې ورکړي.

د کندوز د والي دغه کړنه د ځينو ولایتي شورا او مدني فعالانو غوسې پارولې دي.

د یاد ولایت والي عمرخیل ویلي و، چې د وژل شویو سرتیرو د اکرامیه پیسو څخه یې له ۵۰ د زیاتو هغو طالبانو کورنیو سره مرسته کړې، چې اولادونه یې د دې ولایت په جګړو کې وژل شوي دي.

د کندوز دولایتي شورا منشي زرګل وایي، د طالبانو کورنیو ته د وژل شویو سرتیرو د اکرامیه پیسو ورکول ملي خیانت دی.

عالمي له حکومته غواړي، چې د دې قضیې په اړه بې‌تفاوته عمل و نه‌کړي او د حکومت حیثیت او اعتبار له‌پاره دغه موضوع په جدي او قانوني توګه وڅیړي.

« د کندوز خلکو له‌پاره دا یو بوږنونکی خبر دی، په رښتیا چې یو ملي خیانت بلل کیږي، د هغه چا حق چې خپل خوږ ځان یې د هیواد او زما دفاع له‌پاره قرباني کړ او بیا دا واخلي هغو خلکو ته ورکړي، چې د دوی وینه یې تویه کړې، دا په خپله یو لوی ملي خیانت دی او په دې اړه باید د کندوز والي خلکو ته ځواب ووایي.»

د کندوز ځینې مدني فعلان هم طالبانو کورنیو ته د پیسو ورکول د نه توجیه وړ بولي او وایي، چې د عمرخیل دغه کار طالبانو سره یو ډول همکاري ده.

د کندوز دوه تنه مدني فعالان خدیجې نبي‌یار او مرضیې رستمي وویل، چې دغه کار د امنیتي ځواکونو پر روحیې منفي اغیز کوي.

خو د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش سلام‌وطندار ته وویل، د امنيتي سرتېرو اکراميه طالبانو یا بلې هرې ډلې ته ورکول د والي له واکونو نه شمېرل کيږي.

دی زیاتوي، چې د والي له وروستيو خبرو موخه  د "بوز کندهاري" سیمه په پیښه کې د بې‌وسلې وژل شويو خلکو له کورنيو سره مالي مرسته ده، چې هغه د طالبانو د کورنيو غړي دي.

د کندوز د والي ویاند زیاتوي، تیر کال د بهرنيو ځواکونو په هوايي برید کې چې په بوز کندهاري سیمه کې ترسره شوی و په هغې کې ځینې میرمنې، کوچنیان او د زیات عمر لرونکي کسان وژل شوي و.

د دوی له‌پاره ولسمشرۍ ماڼۍ ۴ میليونه افغانۍ ځانګړې کړې وې، چې د یو لوړپوړي پلاوي له خوا ويشل شوي دي.

له‌دې وړاندې هم د کندوز والي ددغه ولایت د طالبانو په لاس د سقوط پرمهال ویلي و، چې مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی، که د کندوز خلک د اوسپنې په صندوقونو کې هم پټ شي چې خدای وغواړي وژل کيږي؛ د والي دا څرګندونې هم هغه مهال د خلکو له نیوکو سره مخ شوې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام