د حکومت پر بې پروايۍ، د ۱۲ برمته شویو کورنیو نیوکې

د ۳۱ یرغمل شویو له ډلې نه د ۱۹ کسانو د خلاصېدو دوه اونۍ تېریږي او د پاتې ۱۲ برمته شویو کورنۍ حکومت پر ناغیړۍ تورنوي.

د یرغمل شویو کورنۍ اوس هم په زرنګار پارک کې د تحصن خیمې درولې دي. دوی پر حکومت نیوکه کوي او وايي، چې تر اوسه یې د پاتې یرغمل شویو کسانو په تړاو دوی ته معلومات نه دي ورکړي.

ولسمشر غني په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۹ یرغمل شویو کسانو د خلاصون په ترڅ کې وویل، چې پاتې ۱۲ برمته شوي کسان به هم ژر تر ژره خلاص شي.

خو د دغو کورنیو غړي وايي، چې تر هغه به خپل تحصن ته دوام ورکړي؛ چې د دوی د کورنیو غړي نه وي راخلاص شوي.

د دوی په خبره، حکومت د برمته شویو په پټنځای نه دي خبر، حکومت باید جدي اقدام وکړي.

عبدالحسین چې د برمته شویو په ډله کې یې زوی او ورور شامل دي؛ وايي چې ۳ میاشتې کیږي چې ترې ناخبره دي او له حکومت نه غواړي، چې د برمته شویو د خلاصون له پاره هڅه وکړي.

حبیب الله چې زوی یې د برمته شویو په ډله کې دی؛ وايي چې زوی یې ژوندی دی حکومت دې د دوی د خلاصون له پاره هڅه وکړي.

د لسمشر ویاند اجمل عبید عابدي سلام وطندار ته وویل، چې حکومت د ۱۲ برمته شویو د خلاصون له پاره هڅه کوي او د امنیتي ملحوظاتو له مخې عامو خلکو ته معلومات نه شي ورکولی.

ورپه وخت کې مدني فعال باري سلام، سلام وطندار ته وویل چې دوی د ۱۲ برمته شویو کسانو د خلاصون له پاره له حکومت سره په تماس کې دي.

سلام وايي چې حکومت د پاتې برمته شویو کسانو د خلاصو په برخه کې بې پروا نه دی.

د تېر کال د کب میاشتې په ۴مه نېټه د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په سیمه کې ۳۱ هزاره ګان چې کابل ته په لاره وه د وسله والو کسانو لخوا برمته شول.

د ۱۹ برمته شویو په خلاصون په اړه ولسمشر وویلي وو، چې د دوی د خلاصون په پار نه پیسې ورکړل شوي او نه هم  کوم مجرم خوشې شوی.

له دې وروسته داسې راپورونه خپاره شول، چې د ۱۹ برمته شویو مسافرو د خلاصون په بدل کې ۲۲ اوزبک تبعه خوشې شول.

خو غني وویل، چې د ۱۹ برمته شویو د خلاصو له پاره هیڅ ډول معامله نه ده شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام