شاوخوا ۴۰۰امنیتي ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي

د فاریاب په شېرین‌تګاب ولسوالۍ کې د ۲۰۹ شاهین‌ قول‌اردو د دویمې لوا یو مېشت سرتېری د نوم نه‌ښودلو په شرط سلام وطندار ته وايي چې شاوخوا ۳۰۰ افغان امنیتي ځواکونونه په شېرین‌تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو په محاصره کې دي او د ۲۰۹ شاهین‌ قول‌اردو مسوولان ورته هېڅ‌ډول توجه نه‌کوي.

دا سرتېری ادعا کوي چې په محاصره کې د حصار شویو سرتېرو له لوري ۲۰۹ شاهین‌ قول‌اردو ته شاوخوا ۳۰۰ شفرونه لېږل شوي؛ خو یو ته یې هم ځواب نه‌دی ورکړل شوی.

د دې سرتېري په خبره، د امنیتي ځواکونو جسدونه په ورځو ـ ورځو په میدان کې پراته وو؛ تر دې چې د سره‌صلیب له لوري ولېږدول شول؛ خو ټپيان لا هم له دوی سره یوځای په بې‌برخلیک حالت کې پراته دي.

د شېرین‌تګاب ولسوال سیدشرش‌الدین هم سلام وطندار ته وویل چې له ۴۰۰ ډېر امنیتي ځواکونه په‌دې ولسوالۍ کې د طالبانو په محاصره کې دي او هېڅ ارګان د هغوی غږ نه اوري.

د شېرین‌تګاب ولسوال په وینا، سرتېري په وېره کې دي، یو شمېر وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

خو د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو دویمې لوا قوماندان جلال یفتلي سلام وطندار سره په اړیکه کې دا ادعا ردوي او وایي، د دوی ځواکونه په شېرین‌تګاب ولسوالۍ کې هېڅ ستونزه نه‌لري او دی تل ورسره په اړیکه کې دی.

له بله پلوه د قیصار ولسوال وایي، تېره شپه ددې ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې طالبانو د ملي‌اردو او ولسي پاڅونوالو ۲۲ سرتېري وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي‌دي.

ورته مطالب:

فاریاب کې د طالبانو ډله‌ییز برید کې ۱۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي

فاریاب؛ ۴ طالب‌مشران او ۵۶ تنه وسله‌وال وژل شوي

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام