ایا د بادغیس والي به ځان‌وژنه وکړي؟

پوره ۲۰ ورځې مخکې د دې ولایت د مرکز قلعه‌نو او د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکیو په بالامرغاب کې د طالبانو له لوري پولیسو ته درنو تلفاتو د اوښتلو، د پوله‌ساتو ځواکونو اسيرېدلو او د بالامرغاب ولسوالۍ د محاصره کېدلو پر وړاندې د ولایت مقام مخې ته اعتراضیه لاریون وکړ.

هغه ورځ د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی د معترضانو منځ کې حاضر شوی او د ولایت اوسېدونکیو ته یې ډاډ ورکړی چې هېڅکله به بالامرغاب ولسوالي سقوط ته پرې‌نه‌ږدي.

هغه همدارنګه په ټینګار سره ویلي وو، که‌چېرې بالامرغاب ولسوالي سقوط شي؛ ځان‌وژنه به وکړي.

خو په‌داسې حال کې چې بالامرغاب ولسوالي په تېرو ۲۰ ورځو کې څو ځلې د وسله‌والو طالبانو تر برید لاندې راغله.

د ځايي مسوولانو په وینا، په تېرو ۳ورځو کې د طالبانو بریدونه بالامرغاب ولسوالۍ دومره ډېر شوي چې طالبانو پرون د ملي‌اردو له کنډکه پرته د دې ولسوالۍ ټولې برخې په خپل کنټرول کې راوستې وې.

د بادغیس د ولایتي شورا غړی فرید اخي‌زی وايي چې تر اوسه د بالامرغاب ولسوالۍ په امنیتي وضعیت کې هېڅ ډول بدلون نه‌دی راغلی او یوازې د په امنیې قوماندانۍ کې بند پاتې پولیسو د ملي‌اردو کنډک ته پناه وړې ده.

ښاغلی اخي‌زی د والي ژمنه د دې ولایت له اوسېدونکیو سره جفا بولي او وایي، چارواکي باید هغه ډول ژمنې ورنه‌کړي چې بیا یې د پوره کولو توان نه‌لري.

د دې ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي بیا د بالامرغاب ولسوالۍ امنیتي وضعیت ښه بولي او وايي چې والي او ځایي مسوولانو د ولسوالۍ د وضعیت د ښه‌والي له‌پاره ټولې هڅې کړې‌دي.

دی د دې وضعیت اصلي لامل مرکزي حکومت بولي.

خو د بادغیس والي عبدالفغور ملکزی په خپلې خبرې ولاړ دی او خلکو ته ډاډ ورکوي چې بالامرغاب د امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده او کله به یې هم له لاسه ورنه‌کړي.

دی وايي چې طالبانو له نورو ولایتونو هم خپل جنګیالي راوستي؛ خو په ډاډ سره وايي چې هېڅ هم نه‌شي کولی.

هاخوا بیا په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو ویاند عارف رضايي وايي چې تازه دمي هوايي امنیتي ځواکونه بالامرغاب او ابکمرې ولسوالیو ته رسېدلي دي.

د ښاغلي رضايي په وینا، د بالامرغاب او ابکمرې ولسواليو په بېګانیو عملیاتو کې شاوخوا ۴۰ طالبان وژل شوي‌دي.

ورته مطالب:

طالبانو د بادغیس بالامرغاب او ابکمري ولسوالۍ ونیولې

بالامرغاب ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده؛ ۱۰۰ سرتېري ورک دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام