د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف اذر وايي، طالبانو د منگجیک ولسوالۍ «چهارشنغو او دويم هارون» سيمو نه ۳۰۰ کورنۍ په جبري توګه کډوالې کړي.
اذر سلاموطندار ته وايي، طالبان اوس مهال د ملکيانو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او له امنيتي ځواکونو سره جګړه کوي.
د نوموړي په وينا، کله چې طالبان له امنيتي ځواکونو ماته وخوري بيا داسې کړنې ترسره کوي.
يو شمېر هغه کورنۍ چې د طالبانو له لوري په جبري توګه کډوالۍ ته اړې شوي وايي، له هر ډول امکاناتو پرته تښتېدلي دي او په بد وضعيت کې ژوند کوي.
يادې کورنۍ هم وايي چې طالبان د ملکي کسانو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې ځايي مسوولان وايي، طالبانو مخکې کلونو کې هم د جوزجان مرديان او خماب ولسواليو نه سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړې کړې وې.





