د پلازمینې کابل پنځمې حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو د روزنې اکاډمۍ سره ځان مرګي برید نږدې ۲۰ کسان ووژل او له ۲۰ زیات یې ټپیان کړي دي.
دغه برید ماښام مهال هغه وخت وشو، چې د روزنیزې اکاډمۍ پولیس د روخصتيو له پاره کورونو ته تلل.
د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحيمي رسنيو سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړی او زیاته یې کړه چې، ځانمرګي د پولیسو جامې په غاړه وې او د زدکړیالانو په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړې.
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د تلفاتو د زیاتېدو ویره لیدل کيږي.
په همدې حال کې د کابل په یوه بله څنډه کې د هوايي ډګر سره نږدې په قصبې سیمه کې هم چاودنه شوې خو د تلفاتو او څرنګوالي په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
له تېرې ورځې راهیسې دا دویمه چاودنه ده چې په پلازمینه کابل کې رامنځته کيږي. د کابل د تېرې شپې برید۱۵ تنه وژلي وو او نږدې ۴ سوه ولسي وګړي یې ټپیان کړي و او همدا ډول خلکو ته ستر مالي تاوانونه اوښتي و.
ولسمشر د تېرې شپې د برید په تړاو ویلي و چې ددې بریدونو څخه موخه د وسله والو طالبانو په منځ کې له اختلافاتو دخلکو پام اړول دي.
همدا ډول ولسمشر ویلي و چې وسله والو طالبانو په جګړه کې ماتې خوړلې او ددې بریدونو عاملين غواړي چې دا ماتې پټه کړي.
ددغه برید مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او د درنې مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده





