غني: وسله والو مخالفينو ته یوه لاره پاتې ده؛ نړیوال ترهګر یا افغان ملت

افغان ولسمشر وايي اوس هغه وخت را رسېدلی چې په هیواد کې ټول مخالفین خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي او هره غوښتنه چې لري په روښانه ډول دې و وایي چې څه غواړي.

ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه چې اوس په افغانستان کې دجګړې بڼه بدله شوې او نړیوال تروریزم دنوې جګړې اصلي محرک دی.

غني په افغان جګړه کې د سیمې ترهګرې ډلې ښکېلې وبللې او د تروریزم پرخلاف یې پر عمومي بسیج باندې ټینګار وکړ.

د هیواد له دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو سره په خبرو کې ولسمشر غني تازه پېښو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان له ستونزو ډک کال په مخ کې لري.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د اپرېل په ۲۴مه د جمعې په ورځ له غرمې وروسته په یوې غونډه کې په ملي یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې « زمونږ بقا په ملي یووالي کې نغښتې ده»

غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې یوه لاره دې وټاکي؛ یا دې نړیوالو ترهګرو سره پاتې شي او یا دې حکومت سره خبرو ته کېني.

ولسمشر وویل «اوس د انتخاب وخت دی که د تروریستانو ترڅنګ دریږي نو بیا په ټول افغان ولس غږ کوم چې د عمومي بسیج له لارې په یو موټي توګه د هغوی پرخلاف په یوه مظبوطه لیکه کې ودریږي چې په دې سره به  بیا دوی ته په دې ټولنه کې ځای نه وي.»

ولسمشر غني دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو سره په خبرو کې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې هیوادوال اتفاق او اتحاد ته وهڅوي او دمنبرونو له لارې دې خلکو ته د ورورولۍ پیغام ورسوي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې وسله والو طالبانو ته سره کرښه کاږي چې طالبانو د پسرلنيو بریدونو د پېل خبر ورکړی او زیاتوي چې دهیواد په بیلا بیلو برخو کې به جګړې ته زور ورکړي.

بل خوا د ورستيو څرګندونو داسې هم بریښي چې دسولې دخبرو اترو په اړه را ټوکېدلې هیلې مخ په مړاوي کېدو دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام