
د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ په شخلول سیمه کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۸ امنیتي سرتېري وژل شوي دي او ۶ سرتېري یې له ځانه سره وړي دي.
د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري سلاموطندار ته وویل، طالبانو د اوربند نه په ګټې اخیستو امنیتي ځواکونه غافلګیره کړي دي.
د جرم ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان محمدرازق وايي، په دې نښته کې ۸ تنه طالبان وژل شوي دي. هغه وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د شپې له ۲ بجو نښته پیل شوه او د سهار تر ۷ بجو یې دوام وکړ. زیاتوي، اوسمهال طالبان په شا شوي دي.
د ریپوټونو پربنسټ د حکومت لهخوا طالبانو سره د یو اړخیز اوربند اعلانېدل او د امنیتي ځواکونو دفاعي حالت غوره کول؛ طالبانو ته فرصت ورکړی چې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي.





