.jpg)
په بغلان ولایت کې د نوید ۱۱ عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو سرتېرو د د حزب اسلامي پورې اړوند یو شخصي زندان ویجاړ کړی او دوه کانونه یې د دوی له منګولو ژغورلي دي.
د امنیتي چارواکو په خبره، د حزب اسلامي اړوند یو قوماندان قاري میرویس په دې شخصي زندان کې هغه ولسي خلک ساتل، چې نوموړي ته یې عشر او زکات نه ورکولو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویم پلي کنډک قوماندان ضیاالدین وايي، چې قاري میرویس له کلونو راهیسې د حکومت خلاف وسله وال فعالیت کولو.
نوموړی وايي، تېره شپه (یک شنبه) په نوید ۱۱ عملیاتو کې د رفک کرکر سیمه چې ۱۶ کاله د وسله والو طالبانو په لاس کې وه، د امنیتي ځواکونو لاسته ورغله.
ډګرمن ضیاالدین وویل، د قاري میرویس له وسله والو سره د نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال ووژل شول، ۵ تنه ټپیان او ۵ کسان ونیول شول.
.jpg)
د بغلان والي عبدالستار بارز په دې ولایت کې د طالبانو او حزب اسلامي د فعالیتونو په اړه وايي، چې امنیتي ځواکونه د دغو وسله والو ډلو د ځپلو توان لري او د نوید ۱۱ عملیات به په دې ولایت کې د طالبانو د وجود د ختمولو تر پایه روان وي.
بارز وايي، بغلان د ۹ شمالي ولایتونو د تګ را ټګ دروازه ده او همدې ارزښت ته په کتو وسله وال طالبان هڅه کوي، په دې سیمه کې واک پیدا کړي.
د بغلان ولایت د پولیسو قوماندانۍ د امنیت امر امیرګل حسن خېل سلام وطندارت ته وویل، د دودکش د سکرو ډبرو کان او د کرکر درې د وسپنې کان له څلورو میاشتو راهیسې د حزب اسلامي په واک کې وو، د نوید عملیاتو په ترڅ کې د دې حزب له منګولو خلاص کړل.
د امیرګل حسن خېل په خبره، د حزب اسلامي سلګونه ټنه غنم، وریزې، نور حبوبات او زیات شمېر نفتي توکي د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په داسې حال کې د افغان امنیتي ځواکونو او د حزب اسلامي وسله والو تر منځ نښته رامنځته کېږي، چې کابل د حزب اسلامي د سولې خبرو په تړاو د څلورم مرکچي پلاوي کوربه دی.





