ننګرهار کې د ښوونځیو سوځولو پېښې ډېرې شوې‌دي

له مارچ میاشتې رانیولې تر اوسه د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۶ ښوونځي سوځول شوي‌دي.

په‌دې اورلګونو کې پر کتابونو او قرانکریمونو سربېره زیاته اندازه پوهنیز اداري اسناد، لابراتواري مواد، څوکۍ، دروازې او کړکۍ سوځولېدلې دي.

تازه – تازه همدا تېره شپه د دې ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې وسله په لاس کسانو د کپتان بابا په نوم منځنی ښوونځی په بشپړ ډول سوځولی دی.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وسله‌والو کسانو یاد منځنی ښوونځی کاملاً سوځولی او یوازې تشه ډانچه یې پاتې ده. په‌دې منځني ښوونځي کې د ۱۵۰ نجونو په ګډون نږدې ۸ سوه زده‌کوونکیو زده‌کړې کولې.

دا ښوونځی د بټي‌کوټ ولسوالۍ د ګړباوې په سیمه کې دی چې یاده سیمه بیا مومندرې ولسوالۍ سره نږدې پرته ده چېرته چې روان کال ۳ ښوونځي سوځول شوي‌دي.

د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواری وايي، هر مهال حکومتي لوړپوړي چارواکي له احتمالي خطراتو خبروي؛ خو د ښوونځیو ساتنې ته جدي پام نه‌کېږي.

ننګرهار هم لکه د نورو ډېرو ولایتونو دوه موسمه، سردسیر او ګرمسیر، ښوونځي لري چې بټي‌کوټ او شاوخوا سیمې یې په ګرمو سیمو کې راځي او اوس دغه ښوونځي د دوبي ۳ میاشتنۍ رخصتي لري.

د ننګرهار ولایتي شورا غړي هم دې کار اندېښمن کړي‌دي. دوی د ښوونځیو او پوهنیزو بنسټونو سوځول د هغو کسانو کار ګڼي چې غواړي هېواد کې د پوهنې ریښو په ویستلو سره افغانان همداسې په ناپوهۍ کې وساتي.

د ولایتي شورا غړی اسرارالله مراد سلام وطندار سره اړیکه کې هغه ګونګوسې هم د پام وړ وګڼلې چې ګوندې ښوونځیو کې د موجود فساد او جعلي اسنادو جوړوونکي د خپلو شواهدو د ورکولو له‌پاره مکتبونه سوځوي.

دی وايي، حکومت د پوهنیزو بنسټونو په ساتنه کې ناکام دی او دې برخې ته د اړتیا تر حده پام نه‌کېږي.

ولسي خلک د اندېښنې په څرګندولو سره حکومت پړ ګڼي چې د پوهنیزو ادارو امنیت په سم ډول نه‌شي ساتلی.

دوی وايي، حکومت تل د اقداماتو خبره کوي؛ خو په عمل کې یې بیا هېڅ نه‌وي.

پوهنې وزارت هم له امنیتي ادارو غواړي چې د ښوونځیو امنیت دې ټینګ او د هر ډول پېښو مخنیوی دې وکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی سلام وطندار ته وايي، ځايي حکومت په‌دې اړه له مرکزي ادارې سره دا ستونزه پر وخت شریکه کړې او ژر به د ښوونځیو د ساتنې له‌پاره اړین ګامونه پورته شي.

پر حکومتي غاړې نیوکه پر دې وي چې تل یې د پېښو له رامنځته کېدو وروسته یوازې د جدي اقداماتو خبره کړې؛ خو له پېښو وړاندې یې د کړنو څرک نه لیدل کېږي.

تر اوسه په ښکاره ډول کومې وسله‌والې ډلې ننګرهار کې د ښوونځیو د سوځولو پړه نه‌ده منلې؛ خو تېرې روژې میاشت کې بیا د داعش ډلې په نوم ځېنې اخطاریه خبرپاڼې او غږیز کلیپوڼه خپاره شوي‌وو چې د نجونو د ښوونځیو د الوزولو ګواښ یې په‌کې کړی‌و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام