
د حکومت او بشري حقونو یو ګډ پلاوي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کم عمره ماشومانو د موجودیت په اړه کړې څېړنه خپره کړه.
په دې ګډ پلاوي کې د بشري حقونو کمېسیون، کار او ټولنیزو چارو وزارت، امنیتي ارګانونو او د لویې څارنوالۍ استازو ګډون کړی وو.
دغه پلاوي د ۳۴ ولایتونو د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب مرکزونه او جزتامونه څېړلي دي.
د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د دې څېړنیز پلاوي غړي محمدیونس هوتک وویل، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ټولو شاملو سرتېرو قانوني عمرونه پوره کړي او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هېڅ داسې سرتېری نهشته، چې له ۱۸ کلونو کم عمره وي.
نوموړي هغه اوازې رد کړې، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ماشومان موجود دي او جنسي استفاده ترې کېږي.

هوتک وویل، د پلاوي د موندنو راپور به له ولسمشر سربېره نړیوالې ټولنې ته هم په واک کې ورکړي او په دې برخه کې به شته اندېښنو ته ځواب ووايي.
دغه راز په دې پلاوي کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون استازي عبدالله عابد غونډې ته وویل، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو یې له ۱۸ کلونو کم عمره سرتېري ونه موندل، خو بیا هم د شفافیت په موخه د خپلو څېړنو پرمهال شاوخوا ۲۰ هغه سرتېري، چې ظاهرا یې عمرونه له ۱۸ کلونو کم ښکارېدل د امنیتي ځواکونو له لیکو رابېل کړل.
د څېړنیز پلاوي دغه غړی وايي، څو کاله وړاندې یوزرو او ۶۸۶ کسان چې له ۱۸ کلونو یې عمرونه کم وو؛ له پوځي زده کړو بېرته رد شوي دي.
دی وایي، د امنیتي ځواکونو له لیکو شاوخوا ۳ زره نور کسان بیا د نشه یي توکو د کارونې او یا هم د فزیکي فعالیت د کمزورتیا له امله رد شوي دي.





