د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، ۴ کسان يې نیولي، چې پر هغو څو ورځې وړاندې په کندهار ښار کې د یو نارینه او ۵ تنو ښځو د وژلو تور دی.
د کندهار ولایت د امنیت امر ملپاسوال رحمتالله اطرافي نن یکشنبه (جنوري ۱) د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د یادې شوې پېښې په تړاو يې د "هدایت الله مشهور په پهلوان، تاج محمد، جمعه خان او ګل احمد مشهور په کوچني طالب" په نومونو تورن کسان نيولي دي.
هغه زیاته کړه، چې د پيښې یو بل تورن سردار ولي تښتېدلی، خو پولیس یې د نیولو هڅه کوي.
دی وايي، دغه کسان د امنیې قوماندانۍ د کشفي ارګانونو او د ۴مې امنیتي حوزې د پولیسو لهخوا د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.
د اطرافي په خبره، دغو کسانو د مبارکشاه په نوم د وسلهوالو د یوه قومندان لهپاره کار کاوه او په ښار کې یې غلچکي بریدونه تر سره کول.
نیول شویو کسانو کې دوو تنو پر خپلو کړنو اعتراف وکړ او یوه تن "کوچني طالب" ویل، چې بېګناه نیول شوی او په هیڅ نه دی خبر.
له نیول شویو کسانو سره یومیل تومانچه هم نیول شوې ده.
په ډاګه دې وي، چې نږدې یوه نیمه اوونۍ وړاندې د کندهار ښار د ۵مې ناحیې په سیمه کې د کندهار د هوايي ډګر د یو برید پر مهال ۵ ښځې سره د یو نارینه موټر چلوونکي په ډزو ووژل شول.





