شنونکي: په ارګ د ننه کړۍ د غوراوي کمېټې د کار د پیل مخنیوی کوي

ځېنې شنونکي وايي، چې د قوي ارادې نشتوالي او په ارګ کې ځېنې موجودۍ کړۍ د ټاکنیز نظام د سمون او د غوراوي کمېټې د کار د پیلولو مخنیوی کوي.

د غوراوي کمېټه درې میاشتې مخکې په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو د طرحې پر اساس جوړه شوه.

خو د ولسي جرګې له لوري د غوراوي کمېټې د فرمان ردولولو سره د دې کمېټې غړیو اعلان وکړ، تر هغې به چارې نه پیلوي تر څو چې دغه قانوني ستونزه حل نه شي.

د چارو شننونکی مجیب خلوتګر سلام وطندار ته وویل، کله چې رسنۍ د غوراوي کمېټې د کار د پیل په اړه په ارګ فشار راوړي، ارګ رسنیو ته د تقنیني فرمان مسله مخکې کوي.

دی وايي، په اصل کې ارګ په ټاکنیز نظام کې د سمون راوړلو په اړه اراده نه لري.

خلوتګر زیاتوي، تر هغې پورې چې دا ډول خلک په ارګ کې د ننه موجود وي، هیڅکله به په ټاکنیز نظام کې سمون را نه وستل شي.

خو په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی دی، چې د ټاکنیز نظام د سمون او په ځانګړي ډول د غوراوي کمېټې د چارو د پيل له پاره دویم تقنیني فرمان چمتو شوی دی او د کابینې له خوا تایید شوی دی.

خو ولسمشر د دغه فرمان له صادرولو مخکې د ولسي جرګې له استازو سره خبرې پیل کړي دي، چې تر څو دغه فرمان هم د تېر هغه په څېر له برخلیک سره مخ نه شي.

د غوراوي کمېټې غړي نعیم ایوب زاده وویل، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نظرونو اختلاف او د وخت ضایع کول د دې لامل شوي دي، چې ولسمشر دغه فرمان وځنډیږي.

ایوب زاده وايي، چې که حکومت په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو له پاره قوي اراده ولري ولسي جرګه به هیڅ وخت د ولسمشر فرمان رد نه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام