طالبانو په غور کې یو هلک او جينۍ سنګسار کړل

د غور ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو په دې ولایت کې د (ناروا اړېکې) په تور یو هلک او جینۍ په کاڼو، ګټو ویشتلي دي.

دا هلک او جینۍ د غور ولایت د مرکزي فېروز کوه ښار د ۴۵ کېلومټرۍ په «ایدک غلمين» سیمې کې د «یکشنبې» په ورځ سنګسار شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل؛ دغه هلک او جینۍ چې د ۲۰ او ۲۵ کلونو په منځ کې عمرونه لري، تېره ورځ له کوره د تېښتې وروسته سیمیزو طالبانو نیولي وو.

د خطیبي په وینا، چې جینۍ د سنګسار په لړ کې وژل شوې او هلک د سنګسار له سېمې د تېښتې له هڅې وروسته بیا وسله والو طالبانو نیولی خو برخلیک یې لا معلوم نه دی.

د غور د والي ویاند وايي، چې طالبان په دې سیمه کې پراخه فعالیتونه لري او ځايي چارواکي له همدې کبله نه شي کولی، چې د دا ډول کړنو مخه ونیسي.

په همدې حال کې د سیمې خلکو سلام وطندار ته د تلېفون په کرښه ویلي، چې هلک او جینۍ دواړو کوژدنې درلودې، چې هلک او جینۍ په هغې کوژدنو خوښ نه و.

سیمیز خلک همدا ډول وايي، چې جینۍ د سنګسار پر مهال وژل شوې او هلک ژوندی دی، چې طالبانو په دورو وهلی دی.

د اسلامي احکاماتو له مخې که چېرته په یو هلک او جینۍ د ناروا اړیکو«زنا» تور پورې شي له ګواهانو د ګواهۍ ورکولو وروسته؛ که هلک او جینۍ واده کړی شوي وي، نو سنګساريږي او که واده ونه لري نو په دورو وهل کيږي.

اسلامي قوانين دا هم وايي، چې دا ټوله چاره باید د یوې رسمي قضايي ارګان له لورې ترسره شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې قضیې په تړاو څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام