پر کونړ د توغندويي برید او جګړې له امله د ۲ معلولینو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي

د کونړ ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سید مقصود پاچا سلام وطندار ته وویل، چې د سهار له ۷:۳۰ بجو راهیسې د دې ولایت مرکز اسعد اباد پر بېلابېلو سیمو ۵ توغندي لګېدلي دي.

مقصود پاچا وايي، په دغو توغندیو کې یو یې د معلولینو ټولنې په ودانۍ لګېدلی، چې یو معلول په کې وژل شوی او ۳ نور په کې ټپیان دي.

په ورته وخت کې د کونړ د والي ویاند غني مصمم بیا سلام وطندار ته وویل، چې په اسعد اباد کې د لګېدلو توغندیو له امله دوتنه معلولین وژل شوي دي.

غني مصمم وايي، د معلولینو ټولنې په ودانۍ د توغندي راپرېوتلو له امله یوه معلول ځاي پر ځاي وژل شوی و او دویم هغه یې د ژورو ټپونو له امله روغتون ته په لار کې ومړ.

امنیتي سرچینو تر اوسه نه دي ویلي، چې دغه توغندي له کومې خوا راتوغول شوي دي.

له څو میاشتو ځند وروسته یو ځل بیا په کونړ توغندويي بریدونه کېږي.

په ورته وخت کې د والي ویاند د دانګام ولسوالۍ د جګړې په اړه وویل، چې وسله والو طالبانو نن سهار د امنیتي ځواکونونو پر پوستو بریدونه وکړل.

دی وايي، د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

 نوموړی وايي، په دې نښته کې ۲ افغان امنیتي سرتېري وژل شوي او ۴ څلور نور یې ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې اوسمهال جګړه غلې شوې او سیمې ته تازه دمي ځواکونه هم ورلېږل شوي دي.

له بلي لوري یوې ولسي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په دانګام ولسوالۍ کې اوس هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام